په هرات کې د څلورو ښځو په ګډون شپږ تنه د نامعلومه وسلوالو لخوا وژل شوی
په هرات کې د څلورو ښځو په ګډون شپږ تنه د نامعلومه وسلوالو لخوا وژل شوی

خبرگزاری زنان افغانستان: هرات کې ځایی سرچینې وایی نن (جمعه )له غرمې وروسته په دغه ولایت کې د نامعلومه وسلوالو له لورې چې پرموټر سایکل سپاره و په پر یو موټر ډزې کړی چې په ترڅ کې د څلور میرمنو په ګډون شپږ تنه مړه او او درې نور ټپیان شوی دی. د سرچینې په […]

خبرگزاری زنان افغانستان: هرات کې ځایی سرچینې وایی نن (جمعه )له غرمې وروسته په دغه ولایت کې د نامعلومه وسلوالو له لورې چې پرموټر سایکل سپاره و په پر یو موټر ډزې کړی چې په ترڅ کې د څلور میرمنو په ګډون شپږ تنه مړه او او درې نور ټپیان شوی دی.

د سرچینې په وینا دا پېښه د یاد ولایت دجبرېل ښارګوټې په “کورملی”سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوی چې په وژل شویو کسانو کې دوه تنه د جومات ملاامامان وو او د ټپیانو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ دى.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دی ویلی.

څو ورځې وړاندې په هرات ولایت کې دوه تنه دینی عالمان هم د نامعلومه وسلوالو لخوا وژل شوی وو.