په هلمند ولايت کې د ښځو د کار بنديز سره نارينه ځوانان هم د بى کار څخه شکايت کوي
په هلمند ولايت کې د ښځو د کار بنديز سره نارينه ځوانان هم د بى کار څخه شکايت کوي

هلمندي ځوانان وايي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته په دې ولايت کې پر ښځينه او نارينه باندي کاري فرصتونه په نشت حساب دي او داسې کوم کار او دنده نشته چې دوی یې ترسره کړي. د دې ولايت يو اوسيدونکی محمد وايي، چې دا مهال په هلمند ولايت کې په سلګونو ښځينه او نارينه […]

هلمندي ځوانان وايي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته په دې ولايت کې پر ښځينه او نارينه باندي کاري فرصتونه په نشت حساب دي او داسې کوم کار او دنده نشته چې دوی یې ترسره کړي.

د دې ولايت يو اوسيدونکی محمد وايي، چې دا مهال په هلمند ولايت کې په سلګونو ښځينه او نارينه ځوانان بې کاره ګرځي او هيڅ ډول دنده او کار ورته نه پیداکيږي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې ولايت ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل: «کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلي ډير شمير ځوانان بي دندو دي هيڅ د کار او روزګار درک نه معلوميږي موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ ستونزو ته پام وکړي او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي ځکه دا د حکومت دنده هم ده.»

د طالبانو واکمنېدو وروسته دغې ډلې له ډیری دولتي ادارو د پخواني حکومت مامورین ګوښه کړي او په پرځای يې خپل کسان ګمارلي دي.

د ده په خبره: «ما دلته دنده درلوده کله چې طالبان واک ته ورسيدل زه يې له دندې ګوښه کړم او زما پر ځاي يې بل کس په دنده وګماره په خدای باور وکړه چې د ماښام ډوډۍ هم نه لرو اخر موږ څه وکړو.»

توريالې چې پخوا یې په هلمند ولايت کې د رخام په نوم د ډبرو په يوې فابريکې کې دنده درلوده وايي، چې په دغه فابريکه کې به يې د رخام ډبرې تراشلې او له همدي لارې به یې پیسې ګټلې.

هغه وايي، چې هیواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د دې فابريکې توليدات کم شول او يادې فابريکې خپل ډير کسان له دندو ګوښه کړل چې يو پکې دې هم دی.

د توريالې په وینا، چې د خپل مسلک ترڅنګ يې هڅه کړې چې ورځنۍ مزدوري پیداکړي خو زياتوي چې داسې ډیرې کمې ورځې راځي چې د لږو پيسو په بدل کې ورته مزدوري په لاس ورشي.

هغه وايي، په روان ژمي کې تر بل هر وخت کارونه په ټپه دريدلي او د ده په څير ګڼ شمير لوستي او نالوستي ځوانان بي روزګاره ګرځي.

نوموړي وویل: «ما پخوا د رخام د ډبرو په فابريکه کې کار کاوه کله چې سياسي بدلون راغی د رخام د ډبرو توليدات هم کم وتل زموږ ډير کسان يې له دندو ګوښه کړل په هغه کسانو کې يو زه هم وم تراوسه بې روزګاره ګرځم هيڅ دنده راته نه پیداکيږي.»

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د طالبانو د دوهم ځل لپاره د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه تر هر څه زیات مشورې او فرمانونه صادر شوي، په ټولیز ډول تر ۲۰ ډېر فرمانونه صادر شوي او حتی محدودیتونه هم لګول شوي دي. پرته له مخکینۍ لارښوونو او سپارښتنو ترسره شوي.

خبرگزاری زنان افغان