په هلمند ولایت کې د لاسی بم په چاودنه کې یو ځوان ووژل شو
په هلمند ولایت کې د لاسی بم په چاودنه کې یو ځوان ووژل شو

خبرگزاری زنان افغانستان: په هلمند ولایت کې ځایی سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۲۷ کلن ځوان د خپل لاسی بم په چاودنه کې وژل شوی دی. سرچینې وویل، چې یاد ځوان جلال الدین نومیده او نن “شنبه، سنبلی ۱۸ مه” سهار ۸:۰۰ بجې پرې لاسی بم چاودلی دی. ورته […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په هلمند ولایت کې ځایی سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۲۷ کلن ځوان د خپل لاسی بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

سرچینې وویل، چې یاد ځوان جلال الدین نومیده او نن “شنبه، سنبلی ۱۸ مه” سهار ۸:۰۰ بجې پرې لاسی بم چاودلی دی.

ورته مهال هلمند کې د طالبانو ځایی مسوولین یاده پیښه تاییدوی او وایی، چې جلال الدین اصلی د باباجی ولسوالۍ اوسیدونکی او ګرشک ولسوالۍ ته تللی و، چې هلته د کالیو ګنډلو په یوه مرکز کې د یادې پیښې له امله وژل شوی دی.

دوی زیاتوی، چې تراوسه معلومه نه ده چې یاد کس په لاسی بم څه کول، خو وایی چې د پیښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دی.

لاسی بمونه، ماینونه او ناچاودی توکی په افغانستان کې په یوه جدی ګواښ بدل شوی او د لویانو ترڅنګ یې ډېری قربانیان ماشومان دی.