په هلمند کې دطالبانو له خوا یو سیمه ییز خبریال ونیول شو
په هلمند کې دطالبانو له خوا یو سیمه ییز خبریال ونیول شو

په هلمند ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې طالبانو په دغه ولایت کې یو سیمه ییز خبریال نیولى دى. دغه خبریال ځوان تکل نومیږی او ویل کیږی چې د حله سیمه ییز تلویزیون خبریال و. یوې سرچینې نن دوشنبه (د غبرګولی ۳۰مه) رسنیو ته ویلی، چې طالبان هغه خبریالان چې د دوی د خوښې […]

په هلمند ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې طالبانو په دغه ولایت کې یو سیمه ییز خبریال نیولى دى. دغه خبریال ځوان تکل نومیږی او ویل کیږی چې د حله سیمه ییز تلویزیون خبریال و.

یوې سرچینې نن دوشنبه (د غبرګولی ۳۰مه) رسنیو ته ویلی، چې طالبان هغه خبریالان چې د دوی د خوښې خلاف ډلې ته پوښښ ورکوی، بندیان کوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ځوان تکل په دې وروستیو کې غوښتل چې د هلمند د اوسېدونکو د ستونزو په اړه د یوه راپور په جوړولو کار وکړی.

خو په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندی دغه سیمه ییز خبریال زندان ته د چرسو په قاچاق تورن کړ.

هلمندی وایی، تکل د هلمند زندان ته د یوه ځوان زندانی د لیدو لپاره ورغلی و، خو مخکې له دې چې زندان ته ننوځی د یوې هڅې پر مهال یې یو څه چرس ترلاسه کړل.

د رسنیو او خبریالانو د وروستیو شمېرو له مخې، په تېرو لسو میاشتو کې د طالبانو له خوا له سلو زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکی د طالبانو له خوا نیول شوی او شکنجه شوی دی.