په هلمند کې د کولرا خپرېدل په موسی کلا ولسوالۍ کې څه باندې سل نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوی دی
په هلمند کې د کولرا خپرېدل په موسی کلا ولسوالۍ کې څه باندې سل نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوی دی

د هلمند ولایت په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی چې د ماشومانو په ګډون تر سلو ډېر کسان په سخت اسهال او کانګې اخته شوی چې د کولرا نښې دی. په موسى کلا کې د طالبانو د والی ویاند عبدالله نن رسنیو ته وویل، چې د دې ولسوالۍ له بېلابېلو […]

د هلمند ولایت په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی چې د ماشومانو په ګډون تر سلو ډېر کسان په سخت اسهال او کانګې اخته شوی چې د کولرا نښې دی.

په موسى کلا کې د طالبانو د والی ویاند عبدالله نن رسنیو ته وویل، چې د دې ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو او کلیو څخه د کولرا په ناروغۍ اخته کسان د درملنې لپاره د دې ولسوالۍ مرکز ته راوړل شوی دی.

د هغه په ​​وینا، ډېرى ناروغان د دې ولسوالۍ د “چغراغ” سیمې اوسېدونکی دی او اوسمهال ټول د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دی.

هغه زیاته کړه، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو اصلی لامل د ناپاکو اوبو کارول او د حفظ الصحې نشتوالى دى.

د هلمند ولایت په باغران، ګرمسېر، ګرشک او مارجه ولسوالیو کې په دې وروستیو ورځو کې د کولرا د مثبتو پیښو د ثبتولو شاهدان دی او د راپورونو له مخې، په دې ناروغۍ د اخته کسانو ډېره برخه ماشومان دی چې تر اوسه یې ۲۳ ماشومان مړه شوی دی.