په هلمند کې د کولرا د نښو نښانو له امله شاوخوا شل ماشومان مړه شوی دی
په هلمند کې د کولرا د نښو نښانو له امله شاوخوا شل ماشومان مړه شوی دی

د هلمند ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا د ناروغۍ له امله شاوخوا ۲۰ ماشومان مړه شوی دی. د باغران ولسوالۍ یوه اوسېدونکی خبرگزارى زنان افغاستان ته وویل، چې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې شاوخوا شل ماشومان […]

د هلمند ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا د ناروغۍ له امله شاوخوا ۲۰ ماشومان مړه شوی دی.

د باغران ولسوالۍ یوه اوسېدونکی خبرگزارى زنان افغاستان ته وویل، چې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې شاوخوا شل ماشومان د کولرا د ناروغۍ له امله مړه شوی دی.

د دغه ځایی اوسیدونکی په وینا تر اوسه په دې اړه معلومات نشته چې دا ناروغی څنګه خپره شوه.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست یوه روغتیایی مسوول، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوی، د دغې ناروغۍ خپرېدل تایید کړل، خو د اخته کسانو د شمېر او تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.

د هغه په ​​وینا، له لښکرګاه ښار څخه روغتیایی ډلې او متخصص ډاکټران سیمې ته د درملنې په موخه لېږل شوی دی.

کولرا ناروغی چې د ککړو اوبو له کبله خپرېږی، هر کال نړۍ کې تر ۱۰۰ زرو پورې انسانان وژنی.

ډاکتران وایی، د مالګی او ریهایډرېشن یا بدن کې د اوبو پوره کولو له لارې د دغې ناروغۍ درملنه هم اسانه ده او که خلک پاکو څښاک اوبو او تشنابونو اسانتیاوو ته لاسرسی ولری مخنیوی یې هم کېدای شی.