په هلمند کې یو ماشوم له څاه څخه وژغورل شو او بل مړ شو
په هلمند کې یو ماشوم له څاه څخه وژغورل شو او بل مړ شو

خبرگزاری زنان افغانستان: په هلمند ولایت کې تېره ورځ او شپه دوه ماشومان یوې څاه ته لوېدلی او یو یې مړ شوی دی. د هلمند ولایت په مارجې او سنګین ولسوالیو کې تېره شپه او د جمعې په سهار دوه ماشومان (یوه انجلۍ او یو هلک) په یوه څاه کې لوېدلی دی. د سرچینې په […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په هلمند ولایت کې تېره ورځ او شپه دوه ماشومان یوې څاه ته لوېدلی او یو یې مړ شوی دی.

د هلمند ولایت په مارجې او سنګین ولسوالیو کې تېره شپه او د جمعې په سهار دوه ماشومان (یوه انجلۍ او یو هلک) په یوه څاه کې لوېدلی دی.

د سرچینې په ویلی سره چې دواړه ماشومان د وزارت د تخنیکی ټیم له خوا له څاه څخه ژغورل شوی، خو د ژغورنې له عملیاتو وروسته ماشوم مړ شوی دی.

د دغه سرچینې په خبره کې د یادې نجلۍ روغتیایی حالت ښه ښودل شوى دى.
ملی دفاع وزارت له خلکو غوښتی، چې ژورې څاګانې تر پوښښ لاندې راولی، څو د ورته پېښو مخه ونیول شی.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو ډېرې ژورې څاګانې د وچکالۍ له امله وچې شوې او اوسمهال د کارونې وړ نه دی، چې هر وخت د دغو څاګانو په شاوخوا کې ماشومان په لوبو بوخت وی.

په تېرو دوو کلونو کې ګڼ ماشومان په څاه کې لوېدلی او په ډېرو مواردو کې مړه شوی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان