په ننګرهار ولایت کې سیمهییزې سرچینې خبر ورکوی چې په دغه ولایت کې یوه ځوان هلک ځان وژنې کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان د یکشنبې په ورځ د غبرګولی په ۶مه د جلال اباد ښار د اوومې امنیتی حوزې اړوند د دوسرکې په کلی کې ځان د یوه لارۍ تر ټایر لاندې وغورځاوه او ساه یې ورکړه.
د دغه ځوان د ځان وژنې لامل او انګیزه اقتصادی ستونزې او وزګارتیا بلل شوې ده.
په دغه ولایت کې د وسلهوالو طالبانو سیمه ییزو مسوولینو هم دغې پیښې تایید کړی دی او ویلی یې دی چې د دغه ځوان جسد د ننګرهار ولایتی روغتون ته وړل شوى دى.
د یادونې وړ ده، چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولی په ۳مه، په دغه ولایت کې یو بل ځوان هم د بې وزلۍ او اقتصادی ستونزو له امله ځان وژنه کړې وه.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس