په ښځومحدویتونه;افغانې ښځې خپل فرهنګی فعالیتونه په آنلاین ډول مخته وړی
په ښځومحدویتونه;افغانې ښځې خپل فرهنګی فعالیتونه په آنلاین ډول مخته وړی

خبر گزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې دجمهوری رژیم په پرځېدو او واک ته د طالبانو رسېدو راهیسې دغه ډلې په ښځو د بې شمېره بندیزونو ترڅنګه ددوى په فرهنګی فعالیتونو هم بندیز لګولى چې له مخې یې ښځې د پخوا په شان نه شی کولى په مشاعرو، ادبی او فرهنګی ناستو او غونډو کې […]

خبر گزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې دجمهوری رژیم په پرځېدو او واک ته د طالبانو رسېدو راهیسې دغه ډلې په ښځو د بې شمېره بندیزونو ترڅنګه ددوى په فرهنګی فعالیتونو هم بندیز لګولى چې له مخې یې ښځې د پخوا په شان نه شی کولى په مشاعرو، ادبی او فرهنګی ناستو او غونډو کې ګډون وکړی،ګڼ شمېر ښځینه فرهنګیانې،لیکوالانې او شاعرانې،ناول او داستان لیکونکې اوس خپلې ناستې او غوڼډې په آنلاین ډول مخ ته وړی څو خپلو کارونو ته په دې برخه پراختیا ورکړی.

مژده احمدی چې د نجونو د فرهنګی فعالیتونو لپاره یې د جمهوریت له سقوط وروسته د “پر”ادبی بهیر تاسیس کړى،په دې اړه وایی ددې بهی تأسیس کولو څخه یې موخه د نجونو فرهنګی فعالیتونو ته تقویت ورکول او ملاتړ دى.

هغه زیاتوی( جمهوریت له سقوط نه وروسته د نجونو لپاره ټول فرهنګی او تعلیمی مرکزونه وتړل شول،شاعرانې،لیکوالانې او قلموالانې یا له هیواده تبعیدې شوې او یا ددې مرکزو نشتون له امله یې کارونه وځنډول شول،نو په دې دلیل” پر “ادبی بهیرتاسیس کړ څو هغو اشخاصو لپاره چې فرهنګی فعالیتونه ترسره کوی راټول شی او په دغه ادبی بهیر کې خپلې لیکنې،داستانونه او ټول فرهنګی کارونه ترسره کړی، په داسې سختو شرایطو کې انجونو باندې محدودیتونه لګېدلی کولى شی چې ددې کانون له لارې د لیکوالۍ اړونده مهارتونه زده کړې او ځان د څلور دیوالونو کې بند احساس نه کړی)

دا ادبی بهیرچې شااو خوا سل تنه غړې لری په کابل،کاپیسا،غزنی،پروان،بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د دوو کالو راهیسې په فرهنګی،ادبی،ټولنیزې او څېړنو برخه کې آنلاین او حضوری فعالیتونه ترسره کوی، آغلې احمدی وایی(دا ادبی مرکز له نږدې دوه کلونو راهیسې فعالیت کوی،چې له لویې ډلې څخه جوړ دی چې په مختلفو څانګو کې کار کوی،له نېکه مرغه د دغه مرکز په مهمو غړو کې ځوان لیکوال، شاعران او ټولنیز فعالان شامل دی، هغه کسان چې د ښه سبا لپاره هلې ځلې کوی د یوه ګډ لید، ګډ خوب او ګډ هدف چې د ځوانانو ملاتړ او د هغوی د استعدادونو وده، د زده کړو وده او پراختیا او دسولې د ټینګښت دى د روښانه سبا لپاره په ګډه کار او مبارزه کوی)

د هغې په وینا ترواسه یې ددې بهیر له طریقه ماشومانو ته د کیسو ویلو برنامو تنظیمول،د نجونو لپاره د زده کړېزو آنلاین برناموجوړول، د انجونو لپاره آنلاین روزنیزې برنامې لکه لیکوالۍ،مقاله لیکنې،داستان لیکنه او دنقد کولو برنامې په لاره اچولی.

د آغلې احمدی په خبره ددې بهیرځانګړتیا په دې کې ده چې د رهبرۍ غړی زیاته برخه یې ښځې تشکیلوی،او د ښځو او نجونو لپاره کار کوی او په همدې موخه ایجاد شوى دى چې د آنلاین برنامو ترڅنګه نورې زدکړېزې او ښوونیزې برنامې په حضوری ډول وړاندې کړی څو وکولاى شی خپلو مهارتونو ته لا وده ورکړی.

وایی هیله لری چې حالات ښه شی او خپلو فرهنګی فعالیتونو ته یې لا پراختیا ورکړی.

د طالبانو راتګ سره د ښځو په فرهنګی فعالیتونه بندیز لګېدلى چې له امله یې ښځې نشی کولى مشاعرو اوادبی مجلسونو کې برخه واخلی چې فرهنګی فعالانې یې بدیل آنلاین ادبی بهیرونه ګڼی چې اوسمهال ښځې او نجونې خپل فرهنګی چارې او فعالیتونه په آنلاین بڼه د یادو بهیرونو له لارې ترسره کوی.