څو شېبې وړاندې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند هودخېلو سیمه کې یوه قوی چاودنه شوې ده.
ځایی سرچینې وایی، چې دا پېښه نن ماښام شاوخوا اته بجې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د هودخېلو په سیمه کې ترسره شوې، چې تر اوسه د دې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.
طالبانو د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی. دغه راز تراوسه کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت په غاړه نه دى اخستى.
د افغانستان د ښځو خبری آژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان