په کابل کې دښځو لپاره یو سوداګرېز مرکز جوړېږی
په کابل کې دښځو لپاره یو سوداګرېز مرکز جوړېږی

خبرگزاری زنان افغانستان: کابل کې د راستانه شویو او بې ځایه شویو کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیسیون (UNHCR) لخوا یو سوداګرېز مرکز جوړېږی. دا مرکز چې د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر اود افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ د ښځینه سوداګرو او متشبثینو میرمنو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: کابل کې د راستانه شویو او بې ځایه شویو کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیسیون (UNHCR) لخوا یو سوداګرېز مرکز جوړېږی.

دا مرکز چې د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر اود افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ د ښځینه سوداګرو او متشبثینو میرمنو لپاره په کابل کې جوړېږی موخه یې د ښځینه سوادګرو مرسته او ملاتړ دى.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیسیون پخپله ایکس پاڼې لیکلی چې په دې مرکز کې چې رغنېزې چارې یې مخ په بشپړېدو دی یو شمېر بې ځایه شوې او راستانه شویو کډوالو په ګډون به ګڼې ښځې ترې ګټه پورته کړی.

یاد اورګان د ایکس ځړونې له مخې د ښځو دا سوداګریز مرکز به د ښځو د سوداګرۍ د پرمختګ او پراختیا او د مارکیټ سره ددوى د وصل کېدو لامل شی.

دافغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې سلما یوسفزۍ ددې مرکز جوړول یو مهم اقدام بللى او وایی “دا واقعا مهم اقدام دی چې د افغان میرمنو لپاره اخیستل شوی څو دوی خپل بازار ولری او دا مارکیټ به د ښځولخوا د ښځو لپاره وی،دوی به دخپلو محصولاتو لپاره مارکیټ او د خپلو محصولاتولپاره هویت ولری.”

په دې مرکز کې به د ښځو تر مدیریت لاندې ۱۷ دوکانونه او د ماشومانو لپاره د لوبو ډګر جوړ شی چې د روزنې اسانتیاوې به ولری او بې ځایه شویو،راستانه شویو ښځینه کډوالو په ګډون به یو شمېر ښځینه متشبثینو ته روزنه ورکول کېږی.

دا مرکز په داسې حال کې د ښځو لپاره جوړېږی چې د پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدلو لړۍ مخ په زیاتېدو ده او په افغانستان کې د ښځو په کار ګڼ محدودیتونه لګېدلی دی.