په کابل کې یو ځوان د ۱۶میرمنو په ګډون۲۳تنو ته د کار زمینه برابره کړې
په کابل کې یو ځوان د ۱۶میرمنو په ګډون۲۳تنو ته د کار زمینه برابره کړې

خبر گزاری زنان افغانستان: دا ځوان چې سید اسماعیل صادقی نومېږی د کابل اوسېدونکى دى د۱۶میرمنو په ګډون یې ۲۳تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه د افغانی لباسونو آنلاین پلورنځی لری چې افغانی لباسونواو نور توکی په آنلاین ډول پلوری د خپل کار په اړه وایی”(زه په لومړیو کې له اقتصادی ستونزو […]

خبر گزاری زنان افغانستان: دا ځوان چې سید اسماعیل صادقی نومېږی د کابل اوسېدونکى دى د۱۶میرمنو په ګډون یې ۲۳تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه د افغانی لباسونو آنلاین پلورنځی لری چې افغانی لباسونواو نور توکی په آنلاین ډول پلوری د خپل کار په اړه وایی”(زه په لومړیو کې له اقتصادی ستونزو سره مخ وم زما د کورمصارف،د پوهنتون د زده کړو لګښتونودې ته اړ کړم چې شخصی کاروبار ته مخه کړم ،که څه هم په کافی اندازه مې منابع لاس کې نه لرل،خو پیل مې کړل،بیا ورو ورو مخ ته لاړم چې په پیل کې یوازې یو تن راسره د خیاطۍ په برخه کې کار کاوه چې وروسته ورو ورومې کار پراختیا ومونده او د کابل کارته نو سیمه کې مې یو دفتر جوړ کړ،

اوس وخت کې راسره ۲۳تنه کار کوی چې له جملې یې ۱۶تنه ښځینه کارکونکې دی،چې د افغانی جامو مختلیف ډولونه،سلمه دوزی،چرمه دوزی،زرتار،ون جوړې، بیکونه او افغانی څپلکې چې له چرمو،تارونو څخه جوړېږی،جوړوو.)

هغه زیاتوی” (دا چې اوس وخت کې ډېرې ښځې په کور شوی او بې دندې شوی نو اوس ورته د کار مصروفیت پیدا شوى چې ما خپله ورته په شخصی لګښت ماشینونه او نور اړین توکی اخیستی څو په افغانی جامو جوړولو کې ورڅخه کار واخلی او پخپلو کورونو کې کار وکړی په هفته کې درې ځله راځی فرمایش اخلی او جامې جوړوې او بېرته یې ماته راوړی، دا ددوى لپاره آسانتیا ده چې هم خپل کورکار مخ ته وړی او هم زما لپاره کار کوی چې له طریقه یې حلال رزق لاس ته راوړی)

هغه وایی خپل تولیدات په آنلاین ډول پلوری،کلیو،ولسوالیواو ولایتونو ته لېږی اونورو هیوادونو ته یې د کارګو په سیسټم لېږی.

په وینا یې نه تنها چې مادیاتو یې په پام کې نیولی خپل دود ته هم کار کړى چې معنوی ګټه یې ټولنې او افغانی کلتور ته رسېږی هغه د خپل کار هدف خپل دود او عنعنات راژوندی کول یادوی او وایی” په تېرو څو کلونو کې افغانی جامه ډېر کمه کارول کېده او تقریباً له منځه تللې وه ځکه نوی لباسونه هیواد ته راوارد شوی وو چې افغانی دودیز لباسونو څخه استفاده ډېره کمرنګه شوې وه چې اوس دا وضعیت بېرته نورمال شوى او افغانی لباسونه ډېر ښه فروشات او ښه بازار لری”

هغه د خپل کار په وړاندې ستونزې د بهرنیو لباسونو او توکې واردول یادوی چې د افغانی لباسونو خرڅلاو باندې یې اغېزه کړې.

هغه د سرپرست حکومت نه غواړی چې خلکو ته کاری فرصتونه رامنځته کړی،او هغه توکو فابریکې ورته جوړې کړی چې افغانی لباسونو کې کارول کېږی او دوى مجبورېږی څو له بهر نه یې راوارد کړی.

هغه له ځوانانو غواړی چې په قاچاقی لارو له هیواده بهر ولاړ نشی او کاری فرصتونه رامنځته کړی څوخپل لګښتونه پیدا او هم نورو ته کاری زمینه مساعده کړی.