په کاپیسا ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د یوه ۱۹ کلن ځوان د مرموز وژنې خبر ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه ځوان مړى چې د مقصور په نوم پېژندل شوى، د غویی په ۲۹مه، مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د نجراب ولسوالۍ د دره کلان په سیمه کې موندل شوى دى.
وژل شوی کس د نجراب ولسوالۍ د تروری خارج دره د کلی اوسېدونکی و.
د قتل تر شا انګیزه او عاملین تر دې مهاله نا معلوم دی.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ سره په ځینو ولایتونو کې مرموز وژنې زیاتې شوې دی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان