په کندهار ولایت کې یو تن د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو
په کندهار ولایت کې یو تن د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار کې سرچینې وایی چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ملکی وګړی له خبرو وروسته وژلی دی. سرچینې د “شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۸مه” رسنیو ته وویل چې طالبانو له دغه کس سره تر لفظی شخړې وروسته نوموړى ووهل او بیا یې وواژه. سرچینه همداراز زیاتوی: که څه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار کې سرچینې وایی چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ملکی وګړی له خبرو وروسته وژلی دی.

سرچینې د “شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۸مه” رسنیو ته وویل چې طالبانو له دغه کس سره تر لفظی شخړې وروسته نوموړى ووهل او بیا یې وواژه.

سرچینه همداراز زیاتوی: که څه هم دغه کس ملکی وګړی و او طالب ډلې ته یې زیان نه دی اړولی، خو د دغې ډلې جنګیالیو په ډزو وژلی دی.

د یادونې وړ ده، چې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له ورځې راهیسې خلک د دوی له چلند څخه شکایت کوی.