په کندهار ولایت کې یو شمېر زده کوونکی مسموم شوی
په کندهار ولایت کې یو شمېر زده کوونکی مسموم شوی

  خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی، په دغه ولایت کې د یوې دینی مدرسې لږ تر لږه ۲۲ زده کوونکی مسمومې شوی دی. سرچینې ویلی، چې مسموم شوی زده کوونکی د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د “نعمانیه” په نوم د یوې دینی مدرسې اړوند دی او د دوشنبې […]

 

خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی، په دغه ولایت کې د یوې دینی مدرسې لږ تر لږه ۲۲ زده کوونکی مسمومې شوی دی.

سرچینې ویلی، چې مسموم شوی زده کوونکی د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د “نعمانیه” په نوم د یوې دینی مدرسې اړوند دی او د دوشنبې په ورځ “د اسد ۲۳مه” مسموم شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه زده کوونکی په هغو خوراکی توکو مسموم شوی، چې د استوګنې له یوه کور څخه راوړل شوی وو.

سرچینې زیاته کړې، دغه زده کوونکی تر مسمومېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی او یو شمېر یې تر درملنې لاندې دی.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال د غبرګولی په ۱۴مه د سرپل ولایت په سانچارک ښار کې له لومړی څخه تر شپږم ټولګی پورې شاوخوا ۷۰ نارینه او ښځینه زده کوونکی او دوه ښځینه ښوونکې په مرموز ډول مسمومې شوې وې.

په مسموم شویو ماشومانو کې د «کب اب» منځنی ښوونځی ۵۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکی او د سانچارک ښار د «فیض آباد» د نجونو د لېسې ۲۰ تنه زده کوونکی او دوه ښوونکی شامل دی.
په هغه وخت کې ادعا شوې وه چې له دې پېښې یوه ورځ وړاندې د سیمې خلکو د طالبانو ډله لیدلې وه چې د ښوونځی شاوخوا ګزمې کوی، لکه څنګه چې دوی دا کار د نجونو د تعلیم د بهیر د مخالفت په خاطر کړی وی.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو او نجونو د چارو او بشری حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیری د دغه کار په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: موږ باید د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې بې قید او شرطه پاتې شی. زده کړو ته د لاسرسی له وېرې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډلې په هېواد کې د خپل واک له مهاله د ښځینه زده کوونکو لپاره د زده کړو ساحه محدوده کړې او له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوې دی.

خبرگزاری زنان افغانستان