په کندهار کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه ماشومان مړه او څلور نارینه او ښځې ټپیانې شوې دی
په کندهار کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه ماشومان مړه او څلور نارینه او ښځې ټپیانې شوې دی

  د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله څلور او اوه کلن دوه هلکان مړه او څلور نور نارینه او ښځې ټپیانې شوې دی. دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه د سرطان په ۱۵ مه) د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د فلر په سیمه کې د سېلاب […]

 

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله څلور او اوه کلن دوه هلکان مړه او څلور نور نارینه او ښځې ټپیانې شوې دی.

دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه د سرطان په ۱۵ مه) د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د فلر په سیمه کې د سېلاب له امله د یو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوه.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی بسم الله او د دغو دوو ماشومانو خپلوان خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل، چې دا پېښه تېره شپه د معروف ولسوالۍ په فلر سیمه کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه هلکان، چې څلور کلن او اوه کلن وو، چې وروڼه وو، مړه شوې دی.

د بسم الله په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغو ماشومانو موټر د سختو سیلابونو له امله چپه شو.

هغه وایی چې په دغه موټر کې دوه نارینه او دوه ښځې وې چې ټپیان شوی او ټپیان د سپین بولدک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه د کندهار ولایت په ارغستان او معروف ولسوالیو کې هم سیلابونو ځانی او مالی زیانونه اړولی دی. سږ کال په افغانستان کې ناڅاپه طبیعی پېښې رامنځ ته شوې دی.