په کندهار کې د یوه لس کلن ماشوم ځان په دار ځړولی
په کندهار کې د یوه لس کلن ماشوم ځان په دار ځړولی

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې یوه لس کلن ماشوم ځان په دار ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی. د کندهار ولایت د سرپرست امنیه قومندانۍ چارواکو رسنیو ته ویلی، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په دوهمه نېټه د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې یوه لس کلن ماشوم ځان په دار ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.

د کندهار ولایت د سرپرست امنیه قومندانۍ چارواکو رسنیو ته ویلی، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په دوهمه نېټه د دغه ښار د شپږمې حوزې اړوند د “شین کارېز” په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه ماشوم د لوبو لپاره یو سیند ته روان و، چې کور ته له راستنېدو وروسته یې د کورنۍ له خوا ګواښل شوى او د پلار له خوا تر وهلو ټکولو مخکې یې ځان په دار ځړولى دى.

د یادونې وړ ده، چې دغه لس کلن ماشوم محب الله نومېږی او دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې له ښوونځی څخه یوې سیند ته د لامبو وهلو په موخه روان و.

د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو په دې برخه کې پلټنې پیل کړې، خو د دې پېښې اصلی لامل کورنۍ تاوتریخوالى یاد شوى دى.

د دغه ماشوم خپلوانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

په دې ولایت کې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دی.

د کارپوهانو په وینا، په اکثرو مواردو کې د کورنۍ ستونزو له امله د شدید خپګان، فشار، د مور او پلار، ملګرو او ټولنې تر فشار لاندې ستونزې په ماشومانو کې د ځان وژنې اصلی لاملونه دی.