خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار کې مېرمنو د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومی غونډې په څنډه کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په عملی بڼه کار وکړی او د افغان مېرمنو پر وړاندې شته محدودیتونه لرې کړی. دوی دغه څرګندونې په داسې حال کې […]
خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار کې مېرمنو د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومی غونډې په څنډه کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په عملی بڼه کار وکړی او د افغان مېرمنو پر وړاندې شته محدودیتونه لرې کړی.
دوی دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې د ۷۸مې غونډې په څنډه کې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو او د بشری حقونو د فعالانو په حضور کې د جندر له توپیر سره د مبارزې تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه د “سنبلې په ۳۱ مه” په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د ارزونې په موخه د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ په حضور کې جوړه شوه.
د افغان ښځو او نجونو په اړه غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوی د مشر نصیر احمد فایق په وینا سره پیل شوه، د افغانستان وضعیت په ځانګړې توګه له ټولنې څخه د ښځو او نجونو د سیستماتیک ایستلو او د هغوی له اساسی او بشری حقونو څخه د سرغړونې په اړه خبرې وشوې.
هغه د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ډلې محدودیتونه پر ټوله افغانی ټولنه پراخې منفی اغېزې کوی.
فایق زیاته کړه، په افغانستان کې ښځې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا «یرغمل شوی» دی او دا کار په افغانستان کې د ټولنیز، بشری، اقتصادی او سیاسی بحران د رامنځته کېدو لامل شوی دی.
هغه ښځې او نجونې د ټولنې نیمایی برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د طالبانو په واکمنۍ کې تر ټولو زیات زیان دوی ته رسېدلی او دا وضعیت له جنسیتی توپیر څخه کم نه دی او دا د ټولنې ګډو ارزښتونو ته ګواښ دی.
د افغان پلاوی مشر ویلی دی چې د بشری حقونو د سرغړونو او د بشریت ضد جنایتونو په اړه د طالبانو د حساب ورکولو لپاره د راپور ورکولو لا زیاتو میکانیزمونو ته اړتیا ده.
په همدې حال کې ریچارډ بینیټ زیاته کړه چې د بشری حقونو شورا ته یې په خپلو راپورونو کې د ښځو او نجونو د جنسی ځورونې یادونه هم کړې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانې د افغانستان اوسنی وضعیت د جنسیتی توپیر لامل بولی او له نړیوالې ټولنې یې د دې د پېژندلو غوښتنه کوی.