په کندهار کې ځایی سرچینې وایی، طالبانو هغه سړى نیولى، چې یوه واده شوې مېرمن یې له بل سړی سره واده کولو ته وهڅوله. په کندهار کې د طالبانو سیمه ییزې سرچینې خبر گزاری زنان افغانستان ته وویل، چې د مېرمنې خاوند په ایران کې و او هغه کس چې تازه یې دا ښځه ځان […]
په کندهار کې ځایی سرچینې وایی، طالبانو هغه سړى نیولى، چې یوه واده شوې مېرمن یې له بل سړی سره واده کولو ته وهڅوله.
په کندهار کې د طالبانو سیمه ییزې سرچینې خبر گزاری زنان افغانستان ته وویل، چې د مېرمنې خاوند په ایران کې و او هغه کس چې تازه یې دا ښځه ځان ته نکاح کړې وه، په دې مېرمنې یې لومړی نشه یی توکی خوړلی او وروسته یې ورسره نکاح تړلې وه.
د سرچینې په وینا، دا مېرمن دوه اولادونه لری او ټاکل شوې وه، چې له همدغه سړی سره د ۴۰۰ زره افغانیو په بدل کې پاکستان لاړه شی. دا مېرمنه د هرات اصلی اوسېدونکې ده.
سرچینه وایی، یو تن چې له دې ښځې سره یې واده کړى دى، د طالبانو له خوا نیول شوى او اوس د طالبانو په زندان کې دى.