په کندهار کې یو پخوانى سرتېرى وژل شوى دى
په کندهار کې یو پخوانى سرتېرى وژل شوى دى

خبرگزاری زنان افغانستان: راپورونه وایی، د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی خلیل احمد اخلاقی، چې پخوا یې په ملی اردو کې دنده درلوده او دا مهال په عینو مېنه کې اوسېده، د تېرې جمعې په شپه د کندهار ښار د طالبانو د لسمې حوزې جنګیالیو له لوری خپل کور څخه ایستل شوی او دوه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: راپورونه وایی، د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی خلیل احمد اخلاقی، چې پخوا یې په ملی اردو کې دنده درلوده او دا مهال په عینو مېنه کې اوسېده، د تېرې جمعې په شپه د کندهار ښار د طالبانو د لسمې حوزې جنګیالیو له لوری خپل کور څخه ایستل شوی او دوه ورځی وروسته یې جسد د همدې سیمې له شپږم سړکه موندل شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته تایید کړې، چې د پخوانی افغان پوځ د دغه سرتېری سر له تنه پرې شوی او په ورته وخت کې یې پر بدن د سختو شکنجو علایم هم موجود و.

د معلوماتو پر اساس، د ملی اردو دغه شهید کړای شوی سرتېری د همدې کال په جریان کې څو وارې د طالبانو له لوری ګواښل شوی هم وو.