په کونړ کې له شپږم ټولګی پورته ښوووځی  د نجونو پرمخ پرانستل شول
په کونړ کې له شپږم ټولګی پورته ښوووځی  د نجونو پرمخ پرانستل شول

د کونړ ولایت یوتن اوسېدونکې خبرګذارى زنان ته وویل چې نن ورځ له شپږم ټولګی پورته ښوونځی د نجونو پرمخ پرانستل شول. هغه وویل چې نن ورځ چهارشنبه ګڼ شمېر نجونې چې له شپږم ټولګی پورته ټولګیو کې وې د کونړ ولایت مرکز اسعداباد د بی بی فاطمې ښوونځی ته د درس لپاره تللې. له […]

د کونړ ولایت یوتن اوسېدونکې خبرګذارى زنان ته وویل چې نن ورځ له شپږم ټولګی پورته ښوونځی د نجونو پرمخ پرانستل شول.
هغه وویل چې نن ورځ چهارشنبه ګڼ شمېر نجونې چې له شپږم ټولګی پورته ټولګیو کې وې د کونړ ولایت مرکز اسعداباد د بی بی فاطمې ښوونځی ته د درس لپاره تللې.

له بل لورې د BBCخبریال سید عبدالله نظامی پخپله فیسبوک پاڼه لیکلی چې” له اوږده ځنډ وروسته ډېرو سیمو کې له شپږمو ټولګیو پورته افغانې لوڼې ښونځیو ته ستنې شوې”

دا په داسې حال کې ده چې پرافغانستان د طالبانو د ولکې وروسته له شپږم ټولګی پورته دنجونو ښوونځی د نجونو پرمخ تړل شـوی وو.
که څه هم اسلامی امارت پرېکړه کړې وه چې د نوی تعلیمی کال پیل کې به د نجونو ښوونځی پرانستل شی خو هغوی ډېر ژر نجونې پرمخ له شپږم ټولګی پورته د ښـوونځیو دروازې وتړلې.
ل
د یادونې وړ ده چې له شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځیو تړل د داخلی او نړیوالو غبرګـونونو سره مخ شول آن تردې چې د دلوړو زده کړو وزیر او د پوهنې وزارت معین باندې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا لخوا د سفر بندیزونه هم ولګېدل.