په ۱۴۰۲ کال کې د کانکور ازموینه په کندهار او ۱۱ ولایتونو کې له نجونو پرته پیل شوه
په ۱۴۰۲ کال کې د کانکور ازموینه په کندهار او ۱۱ ولایتونو کې له نجونو پرته پیل شوه

خبرگزاری زنان افغانستان: په ورته وخت کې د ملی ازموینو د ادارې د مسوولینو له خوا د سږنی کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون د بندیز لګولو ترڅنګ، طالبانو حکومت اعلان کړى چې د ۱۴۰۲ کال د کانکور دویم پړاو نن د کندهار ولایت په شمول د هېواد په ۱۲ ولایتونو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په ورته وخت کې د ملی ازموینو د ادارې د مسوولینو له خوا د سږنی کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون د بندیز لګولو ترڅنګ، طالبانو حکومت اعلان کړى چې د ۱۴۰۲ کال د کانکور دویم پړاو نن د کندهار ولایت په شمول د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې پیلېږی.

دغه ریاست نن د “پنجشنبې په ورځ د اسد ۱۲مه” د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې نن په کندهار ، غزنی، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، ننګرهار، میدان وردګو، فراه، بادغیس، لغمان او هلمند ولایتونو کې د کانکور ازموینې دویم پړاو پیل شو.

د ازموینو ملی اداره اعلان کړی، چې په دغو ولایتونو کې څه باندې ۲۸۶۳۹ ټنه د دولسم ټولګی فارغانو او د ښوونځیو زده کوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی دی.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو زده کوونکو د بایومټریک پړاو د اسد په لسمه نېټه بشپړ شو.

له بلې خوا دغه ریاست وایی چې د ۱۴۰۲ کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو وېشل شوې ده او په درېیم پړاو کې (ارزګان، بلخ، پروان، پکتیکا، زابل، سمنګان، کندوز، نیمروز، هرات او بدخشان) ولایتونه شامل دی. د دغو ولایتونو ازموینه به د اسد په ۱۹ او ۲۰ نیټه ترسره شی.

د کانکور ازموینه به سږ کال په داسې حال کې اخیستل کیږی چې د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې هیڅ انجونو ته د ګډون اجازه نه ورکول کیږی او د اسلامی امارت لخوا پوهنتونونو ته د نجونو تګ په بشپړ ډول منع دی.

خبرگزاری زنان افغانستان