چپرهار ولسوالۍ کې پر کونډو مېرمنو غواګانې وویشل شوې
 چپرهار ولسوالۍ کې پر کونډو مېرمنو غواګانې وویشل شوې

خبرگزاری زنان افغانستان: د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان یتیم پالنې خیریه موسسې له لوری په چپرهار ولسوالۍ کې پر ۱۵ یتیمو کورنیو او کونډو مېرمنو ته د شیدو غوا ګانې وویشل شوې. د یاد ریاست رئیس مولوی عبدالستار محمد وویل، د شیدو دغه غواګانې د افغانستان یتیم […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان یتیم پالنې خیریه موسسې له لوری په چپرهار ولسوالۍ کې پر ۱۵ یتیمو کورنیو او کونډو مېرمنو ته د شیدو غوا ګانې وویشل شوې.

د یاد ریاست رئیس مولوی عبدالستار محمد وویل، د شیدو دغه غواګانې د افغانستان یتیم پالنې خیریه موسسې له لوری ورکړل شوې او موخه یې د بېوزله او یتیمو کورنیو لاسنیوی او په کور دننه د کار زمینی برابرول دی.

د یادې موسسې مسؤل محمد صادق صافی وویل، پلان لری، چې دا لړۍ نورو ولسوالېو ته هم وغځوی او د شیدو غواګانو ترڅنګ نسلی بزې هم یتیمو او بېوزله کورنیو ته ورکړی.

نوموړی زیاته کړه راتلونکی پسرلی زرګونه اصله میوه لرونکی او زینتی بوټی هم د ننګرهار په عامه ځایونو کې د سرسبزۍ او ښکلا په موخه وویشی.