ښځینه فعالانې د ملګرو ملتونو لخوا پرطالبانود بندیزونو هرکلى کوی
ښځینه فعالانې د ملګرو ملتونو لخوا پرطالبانود بندیزونو هرکلى کوی

د ننګرهار ولایت کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې د ملګرو ملتونـو هغه پرېکړه ستایی چې د ښځو په وړاندې د سلیقوی چلند له امله پر دوو طالب چارواکو تېره ورځ د سفر بندیزونه ولګول. په ننګرهار کې مدنی فعاله چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شی خبرګزاری زنان ته وویل چې پرطالبانو […]

د ننګرهار ولایت کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې د ملګرو ملتونـو هغه پرېکړه ستایی چې د ښځو په وړاندې د سلیقوی چلند له امله پر دوو طالب چارواکو تېره ورځ د سفر بندیزونه ولګول.

په ننګرهار کې مدنی فعاله چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شی خبرګزاری زنان ته وویل چې پرطالبانو چارواکو بندیزونه پردى دوى د فشار راوړلو لپاره یو ښه اقدام دى،نړیوال باید افغانې میرمنې هېرې نه کړی.

په ننګرهار کې د ښځو حقونو فعاله مژدې خبرګذاری زنان ته وویل(طالبانو افغانې میرمنې یرغملې نیولی،یعنې دوى وایی که چیرې زمونږ حکومت په رسمیت ونه پېژندل شی دوى انجونې مکتب او په اداراتو کې کار کولو ته نه پرېږدی نو د ملګرو ملتونو امنیت شوا لخوا په دواړو طالب چارواکو بندیزونه یو ښه اقدام دى ځکه دا به ددې سبب وګرځی چې طالبان به د ښځودحقونوپه برخه کې مذاکراتو ته چمتو شی او یوې نتیجې به ورسېږی.)

هغه وایی پر دوو طالب چارواکو بندیزونه بسنه نه کوی ملګری ملتونه باید په نورو طالب سیاسی مشرانو لکه ملا برادر , سلام حنفی, امیرخان متقی , شهاب الدین دلاور او عباس ستانکزی هم د سفر بندیزونه ولګوی چې دا به ددې سبب وګرځی چې طالبان د ملګرو ملتونو هر شرط ومنی.

ملګرو ملتونو سازمان پردوو طالب چارواکـو بندیزونه پرښځو د سختو محدودیتونو له امله په داسې حال کې بېرته لګولې چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوپر ۱۳طالب چارواکو د سفر بندیزونو معافیت دوو میاشتو ته وغځېدل.

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو دطالبانو د تېره حکومت په ۱۳۵غړو بندیزونه لګولی و چې درې کاله وړاندې د امریکا سره د سولې مذاکراتو کې د ګډون په موخه د ځینو طالب چارواکو ته د سفر د بندیزونو معافیت ورکړى و.