ښځینه سوداګرې د لاسی صنایع د بازار موندنې غوښتنه کوی
ښځینه سوداګرې د لاسی صنایع د بازار موندنې غوښتنه کوی

په کابل کې د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون کې د هیواد له بیلابیلو ولایتونو سربیره د سیمې هېوادونو یو‌شمېر سوداګرو او پانګوالو هم ګډون کړی، څو د افغان ښځو لاسی صنایعو او د افغانستان محصولاتو سره بلدتیا پیدا کړی. په یاد نندارتون له ننګرهار څخه هم دولس صنعتکارو میرمنو ګډون کړی وو، چې خپلې لاسی […]

په کابل کې د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون کې د هیواد له بیلابیلو ولایتونو سربیره د سیمې هېوادونو یو‌شمېر سوداګرو او پانګوالو هم ګډون کړی، څو د افغان ښځو لاسی صنایعو او د افغانستان محصولاتو سره بلدتیا پیدا کړی.
په یاد نندارتون له ننګرهار څخه هم دولس صنعتکارو میرمنو ګډون کړی وو، چې خپلې لاسی صنایع یې نندارې ته ایښې وې.
د یاو ښځینه صنعتکارو میرمنو له ډلې یې جمیله وایې، دا مهال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې په لسګونه مېرمنې د لاسی صنایعو په برخه کې کار کوی خو له دې سره سره چې د دوی په لاس د جوړو شوو توکو کیفت لوړ او خواری یې زیاته ده؛ خو د مارکیټ نشتوالی یې د کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼی.
هغه دغه راز زیاتوی چې د مناسب بازار د نشتون له امله یې ډیر کله په لاس جوړ شوی تولیدات په کور پاتې کیږی.
د یاد نندارتون یوه بله ګډونواله شریفه وایې، ډېر کله ورسره ژمنې شوی چې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره به ورسره یې مرسته کېږی خو حکومت هغه څېر چې لازمه ده عملی کړی ندی.
هغه زیاتوی چې دې نندارتون کې یې په خپل لاس چمتو کړی ښځینه لباسونه نندارې ته اېښی او تمه لری چې له دې لارې به خپلو تولیداتو ته بازار موندنه وکړی.
هغه دغه راز له له خلکو غواړی چې د هېواد د اقتصادی ودې لپاره کورنیو محصولاتو څخه ګټه پورته کړی.
د نوموړې په وینا، د وطنی محصولاتو د استفادې لپاره د طالبانو له حکومت غوښتنه کوی چې کور په کور او کلیو کې یو کمپاین پیل کړی، څو خلک د وطنی محصولاتو څخه استفادې ته وهڅول شی.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وایی، دغه نندارتون وطنی محصولانو او د افغان ښځو لاسی صنایعو ته د بازار موندنې په هدف جوړ شوی دی.
نوموړی وویل چې دغه نندارتون کې د بېلابېلو برخو څه باندې ۶۰۰ شرکتونو استازیو ګډون کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوی چې دغه نندارتون کې څه باندې ۵۶۵ غرفو کې بېلا بېل ډوله محصوولات او توکی نندارې ته اېښودل شوی چې ۱۰۷ هغه یې د ښځو لپاره ځانګړی شوی دی.