خبرگزاری زنان افغانستان: نامعلومو وسلهوالو نن د کندهار په نهمه او څلورمه ناحیه کې دوه کسان په ډزو سره وژلی دی. په کندهار کې یوې امنیتی سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې نامعلومو وسلهوالو د نهمې حوزې اړوند د تېری اډې په سیمه کې یو کس د […]
خبرگزاری زنان افغانستان: نامعلومو وسلهوالو نن د کندهار په نهمه او څلورمه ناحیه کې دوه کسان په ډزو سره وژلی دی.
په کندهار کې یوې امنیتی سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې نامعلومو وسلهوالو د نهمې حوزې اړوند د تېری اډې په سیمه کې یو کس د خپل کور مخته ویشتلی او وژلی یې دی.
د سرچینې په وینا، پر دوهم کس باندې وسلهوالو د څلورمې ناحیې اړوند په برو دروازې سیمه کې ډزې کړی او وژلی یې دی.
طالب چارواکو تر اوسه په رسمی ډول د وژل شویو کسانو د هویت او د پېښو د څرنګوالی په اړه څه نه دی ویلی.
خبرگزاری زنان افغانستان