کندهار: د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستی محدودیتونه د منلو وړ نه دی
کندهار: د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستی محدودیتونه د منلو وړ نه دی

خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار یو شمېر ښځې وایی چې د ښځو د آرایشگاوی په سالونونو کې بندیز دا وښوده چې طالبان به د خپلو ښځو ضد او زورواکو سیاستونو له پلی کولو ډډه نه وکړی. دغه ښځو وایی چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د «جنسی توپیر» له پالیسۍ سره خپل وروستی اقتصادی سمبول […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار یو شمېر ښځې وایی چې د ښځو د آرایشگاوی په سالونونو کې بندیز دا وښوده چې طالبان به د خپلو ښځو ضد او زورواکو سیاستونو له پلی کولو ډډه نه وکړی.

دغه ښځو وایی چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د «جنسی توپیر» له پالیسۍ سره خپل وروستی اقتصادی سمبول نیولی دی.

دغه راز ویل شوی، چې طالبانو په تېرو ۲۳ میاشتو کې ښځې د اجتماعی ژوند له ټولو برخو څخه ایستلې دی.

طالبانو د افغان مېرمنو ژوند له کړکېچ سره مخ کړی او د هغوی ژوند یې له هر اړخیزو محدودیتونو سره مخ کړی او موږ یې په ټولنیزو، فرهنګی، سیاسی ډګرونو کې بې برخې کړی او حتی له خپل اساسی حق چې تعلیم یې دی، هم بې برخې کړی دی. طالبانو ثابته کړه. د دې پالیسیو سره چې د تیرو ۲۰ کالونو راهیسې بدلون نه دی راغلی.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې پر ښځو د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکوی چې په دې وروستیو کې یې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د ښځو د آرایشگاوی به د ” اسد له درېیمې میاشتې” وروسته د فعالیت اجازه نه ورکوی.

که څه هم طالب چارواکو په رسمی ډول دا بندیز نه دی رد کړی او نه یې تایید کړی، خو د افغانستان د صنایعو خونې یوې سرچینې او ځینو آرایشگاوی له خبرگزاری زنان افغانستان سره په مرکه کې دا موضوع تایید کړې ده.

په دې اعلامیه کې ادعا شوې چې اوس یو شمېر دغه مېرمنې د خپلو کورنیو لپاره د پیسو ګټلو لپاره په سړکونو کې سخت کارونه کوی.

موږ د ښځو په منځ کې لاریون کوو، خو د بې وزلۍ، بېکارۍ او لوږې له امله مو دې کار ته مخه کړه.

د نجونو لپاره تر شپږم ټولګی پورې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، په ډېرو دولتی او ټولو نادولتی دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، د ښځو تشنابونو، سپورتی تالارونو، تفریحی ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز او په اوږدو لارو کې له محرم پرته سفر کول. او په دې وروستیو کې د ښځو د ویښتو د سالونونو پر فعالیت بندیز، دا یو له مهمو بندیزونو څخه دی چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولی دی.

دغه بندیزونه د افغان ښځو او سیاستوالو، ملی او نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې له پراخو اعتراضونو او غبرګونونو سره مخ شوی دی.

خو د طالبانو حکومت تل ویلی چې د ښځو حقونه د اسلامی شریعت په چوکاټ کې خوندی دی او د دې محدودیتونو د لیرې کولو ملی او نړیوالو غوښتنو ته یې له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

خبرگزاری زنان افغانستان