کندهار: د کور د دیوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړی وژل شوی دی
کندهار: د کور د دیوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړی وژل شوی دی

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار ښار کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړی مړه او څلور نور ټپیان شوی دی. سرچینې وایی، دغه ناببره پېښه تېره شپه “جمعه د سرطان ۳۰مه”د کندهار ښار د نهمې امنیتی حوزې اړوند د “حضرت بلال جومات” په سیمه کې رامنځته شوې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار ښار کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړی مړه او څلور نور ټپیان شوی دی.

سرچینې وایی، دغه ناببره پېښه تېره شپه “جمعه د سرطان ۳۰مه”د کندهار ښار د نهمې امنیتی حوزې اړوند د “حضرت بلال جومات” په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وینا، کله چې د یوې کورنۍ غړی د خپلې کور د دېوال تر څنګ ویده وو، دغه دېوال ونړېد او ټول تر دېوال لاندې شول.

د هغه په ​​وینا، د کور خاوند له خپلې مېرمنې او زوى سره وژل شوى او دوه لوڼې او دوه زامن یې ټپیان شوی دی.

د دې پېښې لامل د کور د دېوال نړېدل بلل شوی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان