کندهار علما: دوی له طا.لبانو څخه د بنسټونو د سیمه ییزو اتحادیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
کندهار علما: دوی له طا.لبانو څخه د بنسټونو د سیمه ییزو اتحادیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار د علماوو شورا، چې د طا.لبانو د مشر ملابت الله په تړاو نوې جوړه شوې اداره ده، تېره اوونۍ د طا.لبانو د مشر د دفتر په ادرس دغه غوښتنه لیکلې، چې یوه کاپی یې پرون “یکشنبه، د میزان ۳۰مه” چی رسنیو ته هم رسېدلې ده. په دې لیک کې چې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار د علماوو شورا، چې د طا.لبانو د مشر ملابت الله په تړاو نوې جوړه شوې اداره ده، تېره اوونۍ د طا.لبانو د مشر د دفتر په ادرس دغه غوښتنه لیکلې، چې یوه کاپی یې پرون “یکشنبه، د میزان ۳۰مه” چی رسنیو ته هم رسېدلې ده.

په دې لیک کې چې د کندهاری علماوو له خوا لیکل شوى، د طا.لبانو له مشر څخه غوښتل شوی چې له “قوت” څخه کار واخلی او د ښوونځیو ماشومانو ته سیمه ییز ښوونځی پرانیزی.

په دې لیک کې د کندهار علماوو او مشرانو د طا.لبانو له مشر څخه غوښتی دی چې د هغو سیمه ییزو ډلو د فعالیتونو اجازه ورکړی چې د بهرنیو موسسو له خوا د ماشومانو د شفقت په توګه رامنځته شوی دی.

د کندهار د علماوو شورا غړی همداراز لیکلی: “له بده مرغه د کندهار په ښار او ولسوالیو کې له څلورو میاشتو راهیسې دغه بهیر بند پاتې دی، چې په پایله کې یې ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې شوی دی.”

دوی په دغه مکتوب کې لیکلی، هغه محلی ټولنې چې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې د ادارو په استازیتوب فعالیت کوی، دینی او عصری علوم پکې شامل دی او د راتلونکی نسل لپاره مثبت دی.

د یادونې وړ ده، چې د طا.لبانو د پوهنې وزارت د روان هجری لمریز کال د میزان په ۲۷مه د یوه مکتوب په ترڅ کې د کندهار او هلمند په ښار او ولسوالیو کې ټول سیمه ییز ښوونیز مرکزونه تر “امرثانی” پورې تړلی دی.

د طا.لبانو له خوا تر دغه فرمان وروسته په کندهار او هلمند ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، سیف دی چلډرن او یو شمېر نورو موسسو په مرسته ټول هغه ښوونیز مرکزونه چې په سیمه ییزه کچه د ماشومانو لپاره ښوونیز خدمات وړاندې کوی، هم ودرول شول.

له دې حکم سره سم په کندهار ولایت کې د ۵۰،۰۹۸ نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره ۱۵۸۸ ښوونیز ټولګی تړل شوی دی.