کندهار کې د کولرا ناروغۍ د درملنې ځانګړی مرکز پرانیستل شو
کندهار کې د کولرا ناروغۍ د درملنې ځانګړی مرکز پرانیستل شو

د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار چارواکی وایی، چې دغه روغتیایی مرکز د کندهار ښار دولسمې ناحیې اړوند د حکیم صاحب اډې په سیمه کې پرانیستل شوی دی او د شدیدو اسهالاتو لرونکو یا کولرا د ناروغانو درملنه په کې کېږی.د کندهار د عامې روغتیا مسوولینو په وینا، دغه ګام یې وروسته تر هغې […]

د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار چارواکی وایی، چې دغه روغتیایی مرکز د کندهار ښار دولسمې ناحیې اړوند د حکیم صاحب اډې په سیمه کې پرانیستل شوی دی او د شدیدو اسهالاتو لرونکو یا کولرا د ناروغانو درملنه په کې کېږی.د کندهار د عامې روغتیا مسوولینو په وینا، دغه ګام یې وروسته تر هغې اخیستی چې په سویلی ولایتونو په ځانګړی ډول کندهار کې د خلکو ترمنځ د شدیدو اسهالاتو یا کولرا ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دی.

سرچینه وایی، چې تر دې مهاله په کندهار کې شاوخوا ۲۰۰ کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوی، چې روغتیاپالان یې لامل د ککړو اوبو څښل یادوی.

د کندهار د عامی روغتیا ریاست وایی، دا چی د هیواد په کچه د ګرمۍ او وچ موسم له امله د شدیدی نس ناستی موسمی ناروغی زیاته سوې او له ډلی یې په کندهار کی هم دا ناروغی په لوړه کچه پېښی لری او لا هم دا ناروغی د خپرېدو په حال کی ده، نو اړتیا داوه، ترڅو د میرویس حوزوی روغتون ترڅنګ چی مخکی پکښی د کولرا ناروغۍ د درملنی مرکز فعال و، د کندهار په ۱۲مه حوزه کی هم د ددې ناروغۍ د درملنی مرکز پرانیزی.