کونړ ـ نورستان پر لویه لار د «ګوردر» پُل جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو
کونړ ـ نورستان پر لویه لار د «ګوردر» پُل جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

نورستان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په واما ولسوالۍ کې د کونړ ـ نورستان پر لویه لار د «ګوردر» پُل جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د نورستان د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوی احمد نبی عادل وایی، د دغه پله د جوړونې چارې شاوخوا درې […]

نورستان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په واما ولسوالۍ کې د کونړ ـ نورستان پر لویه لار د «ګوردر» پُل جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د نورستان د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوی احمد نبی عادل وایی، د دغه پله د جوړونې چارې شاوخوا درې میاشتې وړاندې پېل شوې وې، چې تېره ورځ ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

نوموړی زیاتوی، دغه پل د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په ۲۶ مېلیونه افغانۍ جوړ شوی، چې ۲۶ متره اوږدوالی، ۴،۹ متره پلنوالی او دواړو لوریو ته د ۵ متره په لوړوالی استنادی دېوالونه لری.

نورستان کې د ګوردر پل داسې مهال جوړ شوی، چې لاهم د کونړ ـ نورستان پر لویه لار ګڼ نښلوونکی پلونه وېجاړ دی، چې له امله یې موټر چلوونکی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او خلک غوښتنه کوی، چې د طالبانو حکومت دې په دې برخه کې ګړندی ګامونه واخلی.