کونړ کې د ماین چاودنې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
کونړ کې د ماین چاودنې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبرگزاری زنان افغانستان: کونړ سیمه ییز طالب چارواکی وایې ، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې ماین چاودنه شوې چې له کبله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دغه ولایت امنیه قومندانۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې چاودنه یوولس بجې د چپې درې ولسوالۍ په ترینک سیمه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: کونړ سیمه ییز طالب چارواکی وایې ، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې ماین چاودنه شوې چې له کبله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دغه ولایت امنیه قومندانۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې چاودنه یوولس بجې د چپې درې ولسوالۍ په ترینک سیمه کې د یو ځایې کلیوال په کور کې شوې.

هغه زیاتوی په چاودنه کې د یادې کورنۍ ۳ غړی وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوی، چې ټپیان یې پر وخت ځایی روغتون ته انتقال کړی او ډاکټرانو یې وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.

خبرپاڼه کې د یادې پېښې په اړه جزیات نه دی شریک شوی خو ویل شوی چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړی دی.