کونړ کې کتاب پلورونکی وایی، د طالبانو دحکومت په راتګ سره یې کاروبار په ټپه دریدلی دی
کونړ کې کتاب پلورونکی وایی، د طالبانو دحکومت په راتګ سره یې کاروبار په ټپه دریدلی دی

د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې کتاب پلورونکی شکایت کوی او وایی، د طالبانو دحکومت په رامنځته کیدو سره یې کاروبار په ټپه دریدلی دی چې له امله زیاتره کتاب پلورنځی تړل شوی دی. کتاب پلورونکی ضیاالله یې لامل په لویه کچه دخلکو اقتصادی ستونزې، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازو تړل […]

د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې کتاب پلورونکی شکایت کوی او وایی، د طالبانو دحکومت په رامنځته کیدو سره یې کاروبار په ټپه دریدلی دی چې له امله زیاتره کتاب پلورنځی تړل شوی دی.

کتاب پلورونکی ضیاالله یې لامل په لویه کچه دخلکو اقتصادی ستونزې، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازو تړل کیدل او نور عوامل یادوی؛ چې امله یې په کاروبار منفی اغیزه کړی او ورسره سم یې د کتاب پلورنې بازار هم پیکه شوی.
ضیاالله زیاتوی:« په کونړ کې د کتابونو اخیستونکی کم شوی او له دې وړاندې به زمونږ کاروبار ډیر ښه و، خو په دې وروستیو کې د خلکو اقتصادی وضعیت د خرابوالی له امله زموږ د کتابونو پیر او پلور بیخی کم شوی دی او زیاتره کتاب پلورنځی تړل شوی هم دی.»
د نوید الله په نامه یو بل کتاب پلورنکی هم ورته شکایت کوی او وایی، د پخوا په پرتله پیریدونکی نه لری نو ځکه خو اوس کتاب پلورونکی له خپل روزګاره راضی نه دی.
نوموړی وایی، نه یوازې یې کتاب اخیستونکی کم شوی بلکې د کتابونو د چاپ په برخه کې یې هم کارونه ټکنی شوی دی.
نوید الله زیاته کړه:«په اوسنی وخت کې د ځوانانو علاقه له کتاب سره کمه شوې او په دې وروستیو کې دا ستونزه مخ په زیاتیدو ده، نو له ځوانانو غواړو چې باید کتاب لوستنې ته مخه کړی.»
یواځی کتاب پلورونکی نه دې چې د کتاب له نه پلورلو شکایت کوی بلکی یو شمیر د کتاب پیرونکی هم خرابه اقتصادی وضعیت او د کتابونو د نرخونو لوړوالی د کتاب د پیر د کموالی لاملونه بولی.
فرهاد زیاتوی:«زیات شمیر ځوانان چې ښوونځی او پوهنتونونه یې رخصتیږی نو دوی بیا مطالعې ته زړه نه ښه کوی او همدا لامل دی چې د کتاب لوستنې دود کم شوی او دغه راز د تیر په پرتله د کتابونو بیې هم لوړې شوی دی.»
د معالوماتو له مخې اوسمهال د کونړ په مرکز اسداباد کې ټول ټال شل شخصی او درې دولتی کتابتونونه فعالیت کوی، چې د دولتی کتابتونو له ډلې یې دوه په مرکز او یو یې په نور ګل ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې فعال دی.