ګارډین ورځپاڼه:افغانستان په داسې یو هېواد بدل شوی چې ښځې پکې تر نارینه وو زیاتې ځان وژنې کوی
ګارډین ورځپاڼه:افغانستان په داسې یو هېواد بدل شوی چې ښځې پکې تر نارینه وو زیاتې ځان وژنې کوی

خبرگزاری زنان افغانستان: ګارډین ورځپاڼې د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو، کار، ټولنیزو او سیاسی فعالیتونو د محدودیتونو د لګولو په دوام راپور ورکړی چې په افغانستان کې د روغتیایی مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ ترلاسه شوی احصایې ښیی چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د هغو ښځو شمیر چې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: ګارډین ورځپاڼې د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو، کار، ټولنیزو او سیاسی فعالیتونو د محدودیتونو د لګولو په دوام راپور ورکړی چې په افغانستان کې د روغتیایی مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ ترلاسه شوی احصایې ښیی چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د هغو ښځو شمیر چې ځان وژنه کوی او یا یې د کولو اراده لری، زیاتوالی موندلی دی.

ګارډین ورځپاڼې نن “دوشنبه، ۶ سنبله” په یوه مقاله کې لیکلی چې د طالبانو حکومت چارواکو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې په اړه معلومات نه دی خپاره کړی.

ګارډین وویل چې دا راپور د عامه روغتونونو او روانی روغتیا کلینیکونو څخه راټول شوی معلوماتو پراساس ترتیب کړی.

دغه راز ویل شوی، چې طالبانو حکومت د څو ولایتونو د روغتیایی مرکزونو کارکوونکی د ځان وژنې د احصایې په اړه له معلوماتو ورکولو منع کړی دی.

ګارډین ورځپاڼې لیکلی: “معلومات ښیی چې افغانستان د نړۍ یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې ښځې پکې تر نارینه وو زیاتې ځان وژنې کوی.”

د دغه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشری حقونو فعالانو په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې د زیاتوالی په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو چارواکو په دغه راپور کې ویلی، چې په ټولنه کې د ښځو د حضور د محدودولو لپاره د طالبانو حکومت حکمونو، د نجونو پر زده کړو بندیز، پارکونو، حمامونو او نورو عامه ځایونو ته د ننوتو بندیز د افغان ښځو وضعیت ستونزمن کړی دی.

د ښځو په برخه کې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې الیسون ډیویډیان ټینګار کړی چې افغانستان د روانی روغتیا له بحران سره مخ دی چې د ښځو د حقونو د کړکیچ له امله رامنځ ته کیږی.

هغه وایی: “موږ په اوسنی وضعیت کې د ښځو او نجونو مخ په زیاتیدونکی شمېر کې وینو چې د ژوند پر ځای مرګ غوره کوی.”

ورځپاڼې زیاته کړې، چې په افغانستان کې ځان وژنه د شرم خبره ده او اکثره وخت پرې پوښل کیږی. حتی ځینې ښځې چې د ځان وژنې هڅه کوی د درملنې لپاره نه منل کیږی، او هغه کسان چې مړه کیږی ممکن په پټه توګه ښخ شی.

ګارډین د یوې نجلۍ کیسه رابرسیره کړې چې غوښتل یې ډاکټره شی. خو د طالبانو حکومت له حکم سره سم چې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګول شو، دغه ارمان یې پوره نه شو.