ګوترش: د ښځو او نجونو حقونو ته باید په هرځای کې درناوی وشی
ګوترش: د ښځو او نجونو حقونو ته باید په هرځای کې درناوی وشی

  خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش ویلی، د ښځو او نجونو حقونو ته باید په هرځای کې درناوی وشی. هغه وویل، ښځې او نجونې په هر ځای کې د عزت او درناوی وړ ژوند لری. هغه د “دوشنبې په ورځ د اسد ۹مه” په یوه ټویټ کې لیکلی: “موږ به تر […]

 

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش ویلی، د ښځو او نجونو حقونو ته باید په هرځای کې درناوی وشی. هغه وویل، ښځې او نجونې په هر ځای کې د عزت او درناوی وړ ژوند لری.

هغه د “دوشنبې په ورځ د اسد ۹مه” په یوه ټویټ کې لیکلی: “موږ به تر هغه خپلې مبارزې ته دوام ورکړو تر څو چې موږ ډاډ تر لاسه کړو چې د دوی اساسی بشری حقونه (ښځې او نجونې) په هر ځای کې مراعات او درناوی کیږی.”

د ملګروملتونو سرمنشی د کوم هیواد د نوم له اخیستو پرته ټینګار وکړ چې د نړۍ په هر ګوټ کې باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشی.

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغان ښځو ټولنیز ژوند وضعیت د بحث وړ دی، په دغه هېواد کې ښځې او نجونې خپلو اساسی حقونو ته له لاسرسی څخه بې برخې دی.

اوس هم افغان مېرمنې او نجونې یوازینۍ مېرمنې ګڼل کېږی چې د زده کړو له حقه یې محرومې دی.

دغه راز طالبانو د ښځو پر وړاندې د کار کولو بندیز لګولی او اوس د ملګرو ملتونو په دفتر کې هم ښځینه کارکونکو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) د بشری حقونو په ځانګړی ډول د ښځو او نجونو د دفاع په برخه کې د دې ادارې پر فعالیتونو نیوکې شوی او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د دې ادارې فعالیتونه غیر اغېزمن بللی او د هغې د بندېدو غوښتنه کوی.

خو د هرې ورځې په تېرېدو د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو او ځوانانو پر ټولنیز ژوند د دغې ډلې زیاتېدونکې محدودیتونه زیاتېږی. په وروستۍ پېښه کې پر دغو ښځینه آرایشګاوی کار کولو بندیز ولګېد او صالونونه یې وتړل شول، چې له امله یې د ښځینه آرایشګاوی د بېکارۍ لامل شو.

خبرگزاری زنان افغانستان