یوشمیر تازه فارغ شوې نجونې:په کانکور کې نجونو ته د ګډون اجازې نه ورکولو ناهیلې کړی یو
یوشمیر تازه فارغ شوې نجونې:په کانکور کې نجونو ته د ګډون اجازې نه ورکولو ناهیلې کړی یو

  د ننګرهار ولایت کې یو شمېر انجونې چې د کانکور ازموینې لپاره یې له میاشتو راهیسې آماده ګۍ درسونه ویلی وو،په سږنۍکانکور ازموینې کې د ګډون نه اجازې ناهیلې کړی. حفصه حفیظ یو له هغو فارغو زده کونکو وه چې له یوکال راهیسې یې د کانکور ازموینې ته د آماده ګۍ کورس په دې […]

 

د ننګرهار ولایت کې یو شمېر انجونې چې د کانکور ازموینې لپاره یې له میاشتو راهیسې آماده ګۍ درسونه ویلی وو،په سږنۍکانکور ازموینې کې د ګډون نه اجازې ناهیلې کړی.
حفصه حفیظ یو له هغو فارغو زده کونکو وه چې له یوکال راهیسې یې د کانکور ازموینې ته د آماده ګۍ کورس په دې هیله تعقیباوه چې یوه ورځ د خپلې خوښې پوهنځی ته بریالۍ شی.
هغه وایی”کله چې په ۱۴۰۱کال کانکور ازموینې له لارې دعامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی ته بریالۍ شوم تصمیم مې نه درلود چې یاد پوهنځى ولولم،ځکه زما علاقه د طب پوهنځی سره وه ،غوښتل مې راتلونکی کانکور ازموینې کې طب پوهنځی ته بریالۍ شم او ددې لپاره مې یوکال د کانکور امادګۍ کورس پیل کړى و،شپه و ورځ مې سخت درس وایه خو اوس دې پرېکړې چې نجونو ته په سږنی کانکور کې د ګډون اجازه نشته ناهیلې کړې یم،زما ټولې هیلې یې زما په زړه کې وچې کړې دا پرېکړه غیر عادلانه ده”

ناهیده چې له ډېرو سختو کورنی محدودیتونو سربېره په دې وتوانېده له ښوونځی فارغه شی د یادې پرېکړې په اړه وایی”
ما د کورنیو محدودیتونو سره سخته مبارزه وکړه څو په دې وتوانېدم کورنۍ مې قانع کړم چې زه هم د ورور په څېر د زده کړو حق لرم او باید ادامه ورکړم هغوى راسره ومنله او آن ملاتړ مې هم کوی خو اوس به دې خلکو ته څوک قناعت ورکړی چې زه او زما همجنسې د زده کړو حق لرو اسلام هم دا حق راکړى نو ولې باید ښوونځی اوپوهنتون د تګ اجازه ونه لرم؟

هغې له طالب چارواکو غوښتنه وکړه چې د نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړی او امرثانی نور اعلان کړی.
له بل لوری د یو شمېر ښوونکی نجونو ته په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکول او محرمول غیرعادلانه بولی او له چارواکو غواړی چې دنجونو سره تبعیضی چلند پاى ته ورسوی.
د ازموینې ملی ادارې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو اعلان وکړ چې په سږنی کانکور ازموینه کې یوازې هلکان د ګډون اجازه لری او دا پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت له لورې شوې.