یونسف:په تورخم کې مو د راستنېدونکو ماشومانو لپاره تفریح ځایونه جوړ کړی
یونسف:په تورخم کې مو د راستنېدونکو ماشومانو لپاره تفریح ځایونه جوړ کړی

خبرگزاری زنان افغانستان: په تورخم کې د راستنېدونکو افغان ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا(UNICEF) لخوا تفریح ځایونه جوړ شوی دی. یاد اورګان نن سه شنبه پخپله ایکسپاڼه لیکلی چې د راستنېدونکو ماشومانو لپاره د دوستانه چاپیریال برابرلپاره تفریح ځایونه جوړ کړی چې څلرویشت ساعتونه (۲۴)به ددوى لپاره فعاله وی. یونسف […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په تورخم کې د راستنېدونکو افغان ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا(UNICEF) لخوا تفریح ځایونه جوړ شوی دی.

یاد اورګان نن سه شنبه پخپله ایکسپاڼه لیکلی چې د راستنېدونکو ماشومانو لپاره د دوستانه چاپیریال برابرلپاره تفریح ځایونه جوړ کړی چې څلرویشت ساعتونه (۲۴)به ددوى لپاره فعاله وی.

یونسف ددې تفریح ځایونو جوړولو موخه د راستنېدونکو ماشومانو روانی ملاتړ او تفریحی فعالیتونو ترسره کول یاد کړى دى.

نوموړې اورګان زیاته کړې”دا خوندی ځایونه په ورځ کې ۲۴ ساعته فعالیت کوی، د ماشومانو لپاره روانی ټولنیز ملاتړ او تفریحی فعالیتونه وړاندې کوی تر هغه چې دوی د خپلو کورنیو سره یوځای شی.”

یونیسف په داسې حال کې د ماشومانو لپاره د یاد تفریح ځایونو جوړولو خبره کوی چې ګڼ شمېر ماشومان ددوى له کورنۍ پرته له پاکستانه افغانستان ته په زور راشړل شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو اطلاعاتو کلتور ریاست مسٶلینو په خبرپاڼه کې ویلی و چې ډېر ورک شوی ماشومان ددوى د ځانګړې کمېټې په هڅو خپلو کورنیو سره یوځاى شوی دی.