یونیسف: لس زره افغان ښځینه کارکوونکې د نړیوالو موسسو تر مالی مرستو لاندې دی
یونیسف: لس زره افغان ښځینه کارکوونکې د نړیوالو موسسو تر مالی مرستو لاندې دی

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق چارواکی وایی، په دغه هېواد کې شاوخوا لس زره ښځینه کارکوونکې د نړیوالو موسسو له مالی مرستو تر پوښښ لاندې دی. د یونیسف د روغتیایی پروګرامونو مشرې فیروزه شفیق په یوه ټویټ کې لیکلی چې دا ښځې د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په افغانستان کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق چارواکی وایی، په دغه هېواد کې شاوخوا لس زره ښځینه کارکوونکې د نړیوالو موسسو له مالی مرستو تر پوښښ لاندې دی.

د یونیسف د روغتیایی پروګرامونو مشرې فیروزه شفیق په یوه ټویټ کې لیکلی چې دا ښځې د افغانستان په کچه په روغتیایی مرکزونو او ټولنو کې کار کوی چې د افغان میرمنو او ماشومانو د ژوند ژغورونکی خدمات وړاندې کړی.

هغه ټینګار وکړ چې د آسیا پراختیایی بانک، نړیوال بانک او یونیسف به دغه مرستې برابرې کړی.

نوموړی زیاتوی چې اوس مهال په ټول افغانستان کې ۲۰ میلیونه افغانان لومړنیو او ثانوی روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی لری.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهی صندوق د روغتیایی پروګرامونو مسوول وایی چې دا کار یوازې د روغتیایی کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو د ملاتړ، د اکمالاتو د لړۍ د فعاله ساتلو او د روغتیایی او د درملنې د مرکزونو او روغتونونو د پرانستلو له لارې شونې ده.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له واکمنۍ سره، له هېواد څخه د متخصصو ډاکټرانو په ځانګړې توګه ښځینه ډاکټرانو په پراخه کچه سفر کړى او د نړیوالو موسسو روغتیایی مرستې هم د پام وړ کمې شوې دی.

همدارنګه لوړ کیفیته درملو او متخصصو ډاکټرانو ته د خلکو نه لاس رسی د دې لامل شوی چې ډېری افغانان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته ولاړ شی.

باید وویل شی چې د ښځو پر کار د طالبانو حکومت محدودیت دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان