څو ورځې وړاندې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال زبیح الله مجاهد وويل چې د تېر حکومت د رسنيو قانون د پلي کيدو وړ دی او رسنۍ کولی شي چې د تير حکومت د رسنيو قانون تر چتر لاندې فعاليتونه ترسره کړي. ارزګان کې افغان سيمه ييز خبريالان وايي په دغه ولايت کې […]
څو ورځې وړاندې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال زبیح الله مجاهد وويل چې د تېر حکومت د رسنيو قانون د پلي کيدو وړ دی او رسنۍ کولی شي چې د تير حکومت د رسنيو قانون تر چتر لاندې فعاليتونه ترسره کړي.
ارزګان کې افغان سيمه ييز خبريالان وايي په دغه ولايت کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي رسنيز معلومات له دوی سره نه شريکوي چې دوی په زياتو ستونزو کې دي.
بريالۍ انصاري چې په ارزګان کې سيمه ييز خبريال دی وايي له ورځو ورځو راهیسې دوی د يوې مرکې کولو لپاره انتظار کوي او په ډيرو ستونزو دوی اطلاعات ترلاسه کوي.
نوموړی وايي په يو شمير موضوعاتو کې يوازي ملي راډيو ټلويزون ته د خبرې پوښښ لپاره بلنه ورکول کيږي ازادي رسنيو ته بلنه نه ورکول کيږي.
هغه وايي: «زموږ سره په ډيرو برخو کې معلومات نه شريک کيږي. د يوې مرکې لپاره ډير زيات انتظار کوو کله کله موږ اړ شوو چې د مرکې کولو لپاره ذبیح الله مجاهد سره خبرې وکړو ځکه دولت معلومات نه راکول کيږي يو شمير پرګرامونه وي، يوازې د ملي راډيو تلويزون خبريالانو ته بلنه ورکول کيږي ترڅو خبرې پوښښ ورکړي.»
په ارزګان کې د پژواک خبرې اژانس خبريال اجمل وصال هم معلوماتو ته پر لاسرسي ټينګار کوي او له مسولينو غوښتنه کوي چې خبريالانو ته دپر وخت معلوماتو رسولو لپاره دي په ټولو دولتي دارو کې وياندويان په دندو وګمارل شي.
هغه وايي: «يو شمير ادارو ته د وياندويانو ټاکل دا يو ډول همکاري ده له همدي لارې به موږ کولی شو اطلاعاتو ته لاسرسی وکړو له مسولینو غوښتنه کوو چې نورو ادارو ته هم وياندويان وټاکي.»
څه موده مخکې کې لغمان کې د طالبانو والي له مسولينو سره په خبرو کې له دولتي ادارو له استازو غوښتنه کړې وه چې له رسنيو سره پر وخت معلومات شريک کړي او هغه کسان چې له خبريالانو سره معلومات نه شريک کوي سزا به ورکړي.
د طالبانو لخوا د ارزګان د ولايت مقام لپاره محمود مدثر او د امنيه قومندانۍ لپاره اغاولي قريشي د وياندويانو په توګه دنده پیل کړې ده.
د ارزګان د ولايت مقام وياند محمودمدثر بیا وايي تر ټولو لومړيتوب به يې له رسنيو سره پر وخت معلومات شريک کول وي، خو هغه له رسنيو څخه غوښتنه وکړه چې د شته نظام ملاتړ وکړي او د اصولو مطابق خبرونه جوړ کړي.
نوموړي وويل:«څومره چې زموږ وس وي موږ به خپل همکاري وکړو پر وخت به معلوماتو ته لاسرسی ستاسو اسانه کړو د رسنيو څخه هم غوښتنه کوو چې د اسلامي اصولو سره سم خپل نشرات جوړ او نشرات وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په تير حکومت کې هم په ارزګان کې ميشتو خبريالانو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شکايتونه کول او دولت څخه به يې غوښتنې کولې ترڅو له دوی سره پر وخت معلومات شريک کړي.