افغان سندرغاړى استادګل زمان ومړ:
افغان سندرغاړى استادګل زمان ومړ:

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړى استاد ګل زمان پرون د جمعې په ورځ د 84کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. استاد ګل زمان د پښتو ژبې د نامتو سندرغاړو له ډلې يو سندرغاړى و چې په سلهاو تصويري او صوتي سندرې يې ثبت کړي او په ټول هيواد کې په زرګونو مينوال […]

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړى استاد ګل زمان پرون د جمعې په ورځ د 84کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
استاد ګل زمان د پښتو ژبې د نامتو سندرغاړو له ډلې يو سندرغاړى و چې په سلهاو تصويري او صوتي سندرې يې ثبت کړي او په ټول هيواد کې په زرګونو مينوال لري.
استاد ګل زما ن په 1318هـ ش کال د افغانستان په پکتيا ولايت کې زېږيدلى و.
نوموړى د موسقيار سربيره کمپوزر هم و.
استاد ګل زمان په 1343هـ ش کال د کابل راډيو تلويزيون سره کار پيل کړ،همدارنګه نوموړي د ډېرې سندرې دافغانستان راډيو کې ويلي چې شمير يې 850ته رسېږي همدارنګه د ملي ټلويزيون کې يې له 80 زياتې سندرې شته.
استاد په 1982کال د دويمې درجې کمپوزر جايزه او په 1983م کال يې د فرسټ کلاس کمپوزر جايزه اخيستې وه.
همدارنګه تېر حکومت ورته د موسقۍ د بابا لقب ورکړى و.
د افغانستان ګڼ شمير سندرغاړو د استاد ګل زمان په مړينه خواشني څرګنده کړې او وايي چې د استاد زمان پښتو ژبې او موسقۍ ته کړي خدمتونه يې دقدر وړ دى.
ددې سندرغاړو سربېره د افغانستان پخواني رئيس جمهور حامد کرزي هم په خپله ټويټر پاڼه د استاد ګل زمان په مړينې خواشني څرګنده کړې او مينوالو او کورنۍ ته يې د صبر دعا کړې.