افغان سندرغاړى استادګل زمان ومړ:
افغان سندرغاړى استادګل زمان ومړ:

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړى استاد ګل زمان پرون د جمعې په ورځ د ۸۴کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. استاد ګل زمان د پښتو ژبې د نامتو سندرغاړو له ډلې یو سندرغاړى و چې په سلهاو تصویری او صوتی سندرې یې ثبت کړی او په ټول هیواد کې په زرګونو مینوال […]

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړى استاد ګل زمان پرون د جمعې په ورځ د ۸۴کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
استاد ګل زمان د پښتو ژبې د نامتو سندرغاړو له ډلې یو سندرغاړى و چې په سلهاو تصویری او صوتی سندرې یې ثبت کړی او په ټول هیواد کې په زرګونو مینوال لری.
استاد ګل زما ن په ۱۳۱۸هـ ش کال د افغانستان په پکتیا ولایت کې زېږیدلى و.
نوموړى د موسقیار سربیره کمپوزر هم و.
استاد ګل زمان په ۱۳۴۳هـ ش کال د کابل راډیو تلویزیون سره کار پیل کړ،همدارنګه نوموړی د ډېرې سندرې دافغانستان راډیو کې ویلی چې شمیر یې ۸۵۰ته رسېږی همدارنګه د ملی ټلویزیون کې یې له ۸۰ زیاتې سندرې شته.
استاد په ۱۹۸۲کال د دویمې درجې کمپوزر جایزه او په ۱۹۸۳م کال یې د فرسټ کلاس کمپوزر جایزه اخیستې وه.
همدارنګه تېر حکومت ورته د موسقۍ د بابا لقب ورکړى و.
د افغانستان ګڼ شمیر سندرغاړو د استاد ګل زمان په مړینه خواشنی څرګنده کړې او وایی چې د استاد زمان پښتو ژبې او موسقۍ ته کړی خدمتونه یې دقدر وړ دى.
ددې سندرغاړو سربېره د افغانستان پخوانی رئیس جمهور حامد کرزی هم په خپله ټویټر پاڼه د استاد ګل زمان په مړینې خواشنی څرګنده کړې او مینوالو او کورنۍ ته یې د صبر دعا کړې.