خبرگزاری زنان افغان: د ارزګان په ګیزاب کې سرچینې وایی، چې په دې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو ۳۰ کلن سړی وژلی دی. ځایی سرچینې وایی، چې دغه ځوان ندا محمد نومېده او د ګیزاب ولسوالۍ د لورشې په سیمه کې د “پیرنجیر” د هزاره کلی اوسېدونکی و. یوې سرچینې وویل چې ندا محمد پرون […]
خبرگزاری زنان افغان: د ارزګان په ګیزاب کې سرچینې وایی، چې په دې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو ۳۰ کلن سړی وژلی دی.
ځایی سرچینې وایی، چې دغه ځوان ندا محمد نومېده او د ګیزاب ولسوالۍ د لورشې په سیمه کې د “پیرنجیر” د هزاره کلی اوسېدونکی و.
یوې سرچینې وویل چې ندا محمد پرون شنبه “حمل ٢۶مه” له غرمې مخکې خپل کور ته څېرمه د کلاشینکوف په مرمۍ وژل شوى دى.
د دغه ځوان د وژنې انګېزه نه ده څرګنده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ندا محمد د څارویو خاوند و او له چا سره یې دښمنی نه درلوده.
وژنې او ځان وژنې په ډراماتیک ډول زیاتې شوی دی.
له نن سهار راهیسې په یادو ولایتونو کې د ځان وژنې دوه پېښې ثبت شوې دی.
خبرگزاری زنان افغان