د ارزګان په ګیزاب کې نامعلومو کسانو یو ځوان وژلی دی
د ارزګان په ګیزاب کې نامعلومو کسانو یو ځوان وژلی دی

خبرگزاری زنان افغان: د ارزګان په ګیزاب کې سرچینې وایی، چې په دې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو ۳۰ کلن سړی وژلی دی. ځایی سرچینې وایی، چې دغه ځوان ندا محمد نومېده او د ګیزاب ولسوالۍ د لورشې په سیمه کې د “پیرنجیر” د هزاره کلی اوسېدونکی و. یوې سرچینې وویل چې ندا ​​محمد پرون […]

خبرگزاری زنان افغان: د ارزګان په ګیزاب کې سرچینې وایی، چې په دې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو ۳۰ کلن سړی وژلی دی.

ځایی سرچینې وایی، چې دغه ځوان ندا محمد نومېده او د ګیزاب ولسوالۍ د لورشې په سیمه کې د “پیرنجیر” د هزاره کلی اوسېدونکی و.

یوې سرچینې وویل چې ندا ​​محمد پرون شنبه “حمل ۲۶مه” له غرمې مخکې خپل کور ته څېرمه د کلاشینکوف په مرمۍ وژل شوى دى.

د دغه ځوان د وژنې انګېزه نه ده څرګنده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ندا محمد د څارویو خاوند و او له چا سره یې دښمنی نه درلوده.

وژنې او ځان وژنې په ډراماتیک ډول زیاتې شوی دی.

له نن سهار راهیسې په یادو ولایتونو کې د ځان وژنې دوه پېښې ثبت شوې دی.

خبرگزاری زنان افغان