د امربالمعروف وزارت د يوناماراپور په وړاندې  غبرګون وښود
د امربالمعروف وزارت د يوناماراپور په وړاندې  غبرګون وښود

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سر پرست شیخ محمد خالد الحنفي د یوناما د هغه راپور په اړه چې نن نشر شو او پکې راغلي و چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوري به ښځو او انجونو محدودیتونه وضع شوي کلک غبرګون وښود. هغه ویل 🙁 مونږ چې څومره د ملت […]

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سر پرست شیخ محمد خالد الحنفي د یوناما د هغه راپور په اړه چې نن نشر شو او پکې راغلي و چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوري به ښځو او انجونو محدودیتونه وضع شوي کلک غبرګون وښود.

هغه ویل 🙁 مونږ چې څومره د ملت په ځورونه ځوریږو بل هیڅوک پرې نه ځوریږي). هغه زیاته کړه: هغه اوصول چې اسلام وضع کړي؛محدودیتونه نه دي بلکې د ازادۍ او حریت ښکارندوې دي.

نوموړي دا خبرې په پکتیا کې یوې غونډې ته وکړې او ادعا یې وکړه چې تراوسه د افغانستان په څلوردیش ولایتو کې هیڅ شخص د امربالمعروف لخوا نه دی ځورورل شوی خو که څوک مجرم وپیژندل شي نو باید ټولې ادارې د یاد وزارت سره همکاري وکړي.

الحنفي په خپلو خبرو کې ویل چې مونږ ټول هغه قوانین په بشپړ ډول عملي کوو، چې الله یې امر کړی او د هغه نړۍ والو قوانینو مخالف یوو چې د اسلام خلاف وي.

یاده دې وي چې د طالبانو د واکمنیدو سره سم د ښځو چارو وزارت پر امر بالمعروف وزارت بدل شو چې په ټولو ولایتو کې ریاستونه لري.