د امربالمعروف وزارت د یوناماراپور په وړاندې  غبرګون وښود
د امربالمعروف وزارت د یوناماراپور په وړاندې  غبرګون وښود

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سر پرست شیخ محمد خالد الحنفی د یوناما د هغه راپور په اړه چې نن نشر شو او پکې راغلی و چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوری به ښځو او انجونو محدودیتونه وضع شوی کلک غبرګون وښود. هغه ویل 🙁 مونږ چې څومره د ملت […]

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سر پرست شیخ محمد خالد الحنفی د یوناما د هغه راپور په اړه چې نن نشر شو او پکې راغلی و چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوری به ښځو او انجونو محدودیتونه وضع شوی کلک غبرګون وښود.

هغه ویل 🙁 مونږ چې څومره د ملت په ځورونه ځوریږو بل هیڅوک پرې نه ځوریږی). هغه زیاته کړه: هغه اوصول چې اسلام وضع کړی؛محدودیتونه نه دی بلکې د ازادۍ او حریت ښکارندوې دی.

نوموړی دا خبرې په پکتیا کې یوې غونډې ته وکړې او ادعا یې وکړه چې تراوسه د افغانستان په څلوردیش ولایتو کې هیڅ شخص د امربالمعروف لخوا نه دی ځورورل شوی خو که څوک مجرم وپیژندل شی نو باید ټولې ادارې د یاد وزارت سره همکاری وکړی.

الحنفی په خپلو خبرو کې ویل چې مونږ ټول هغه قوانین په بشپړ ډول عملی کوو، چې الله یې امر کړی او د هغه نړۍ والو قوانینو مخالف یوو چې د اسلام خلاف وی.

یاده دې وی چې د طالبانو د واکمنیدو سره سم د ښځو چارو وزارت پر امر بالمعروف وزارت بدل شو چې په ټولو ولایتو کې ریاستونه لری.