د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړې د ځنډولو حکم صادر کړ
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړې د ځنډولو حکم صادر کړ

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د ښځو زده کړې یې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي. نن (سه شنبه، د قوس ۲۹مه) دغه وزارت په یوه مکتوب کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته امر ورکړی، چې د نجونو د زده کړو بهیر دې تر امر ثانی پوری بند وي. […]

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د ښځو زده کړې یې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي.

نن (سه شنبه، د قوس ۲۹مه) دغه وزارت په یوه مکتوب کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته امر ورکړی، چې د نجونو د زده کړو بهیر دې تر امر ثانی پوری بند وي.

په مکتوب کې ويل شوي چې د ښځو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه د طالبانو د کابينې د پرېکړې پر بنسټ شوې ده. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي هم دغه مکتوب تایید کړی دی.

دغه مکتوب د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم لاسلیک کړی دی.

نوموړي تر دې مخکې په خپلو څرګندونو کې ښوونځيو ته د نجونو تګ يو بهرنى فرهنګ وباله او ويې ويل، چې دغه فرهنګ د امان الله خان له خوا په هېواد کې رامنځته شوى دى.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د ښوونځي دروازې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ تړلې دي. دغې ډلې په وار وار ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په برخه کې کار کوي، خو له نږدې یو نیم کال وروسته هم له دغه پلان څخه خبر نه دی.

خبرگزاری زنان افغانستان