په ورته وخت کې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولاياتون انجوني وايې چې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ تعلیمي کال له پیل سره سم، یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي له سرپرست حکومته غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې له هر ډول تبعیضي سیاستونو لاس واخلي. یوناما […]
په ورته وخت کې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولاياتون انجوني وايې چې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ تعلیمي کال له پیل سره سم، یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي له سرپرست حکومته غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې له هر ډول تبعیضي سیاستونو لاس واخلي.
یوناما په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره تر یو میلیون زیاتې نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د اوسني حکومت “تبعیضي” سیاستونه نه یوازې د نیمایي خلکو د خوبونو د پوره کولو مخه نیسي، بلکې افغانستان ته هم جدي زیان رسوي.
په ورته وخت کې یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق هم د افغان حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز پر دوام غبرګون ښودلی او په دې هېواد کې یې د نجونو د ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
دغه راز وینډي شرمین د امریکا له اوسني حکومته غوښتي چې خپل دریځ بدل کړي او د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لغوه کړي.
په هرصورت، تمه کیده چې د نوي ښوونیز کال په پیل سره به سرپرست حکومت د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې يو کال وړاندې اوسنيو چارواکو تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د زده کړو پر دوام بنديز ولګاوه.
څو میاشتې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د فرمان له مخې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.
له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو او غندنو سره سره د سرپرست حکومت په دې پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#