د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو د نجونو غوښتنه له نړیوالې ټولنې څخه د زده کړو دروازې پرانیزی
د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو د نجونو غوښتنه له نړیوالې ټولنې څخه د زده کړو دروازې پرانیزی

په ورته وخت کې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایاتون انجونی وایې چې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ تعلیمی کال له پیل سره سم، یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی له سرپرست حکومته غوښتی چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې له هر ډول تبعیضی سیاستونو لاس واخلی. یوناما […]

په ورته وخت کې د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایاتون انجونی وایې چې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ تعلیمی کال له پیل سره سم، یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی له سرپرست حکومته غوښتی چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې له هر ډول تبعیضی سیاستونو لاس واخلی.

یوناما په یوه ټویټ کې لیکلی چې په افغانستان کې د نوی تعلیمی کال له پیل سره تر یو میلیون زیاتې نجونې له زده کړو محرومې شوې دی.

ملګری ملتونه ټینګار کوی چې د اوسنی حکومت “تبعیضی” سیاستونه نه یوازې د نیمایی خلکو د خوبونو د پوره کولو مخه نیسی، بلکې افغانستان ته هم جدی زیان رسوی.

په ورته وخت کې یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق هم د افغان حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز پر دوام غبرګون ښودلی او په دې هېواد کې یې د نجونو د ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

دغه راز وینډی شرمین د امریکا له اوسنی حکومته غوښتی چې خپل دریځ بدل کړی او د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لغوه کړی.

په هرصورت، تمه کیده چې د نوی ښوونیز کال په پیل سره به سرپرست حکومت د شپږم ټولګی څخه پورته نجونو ته اجازه ورکړی چې ښوونځی ته لاړ شی.

دا په داسې حال کې ده، چې یو کال وړاندې اوسنیو چارواکو تر شپږم ټولګی پورې د نجونو د زده کړو پر دوام بندیز ولګاوه.

څو میاشتې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د فرمان له مخې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو او غندنو سره سره د سرپرست حکومت په دې پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#