د کندهار محصلینې: موږ د حجاب په ګډون ټول شرایط عملي کړي
د کندهار محصلینې: موږ د حجاب په ګډون ټول شرایط عملي کړي

په کندهار کې د پوهنتونونو محصلینو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست، ندامحمد ندیم د مرکې په ځواب کې ویلي، چې دوی د اسلامي امارت لخوا د حجاب په ګډون ټول شرایط پر ځان عملي کړي، خو بیا هم له پوهنتونونو منع شوې دي. دغو محصلینو خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلي، چې د اسلامي امارت […]

په کندهار کې د پوهنتونونو محصلینو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست، ندامحمد ندیم د مرکې په ځواب کې ویلي، چې دوی د اسلامي امارت لخوا د حجاب په ګډون ټول شرایط پر ځان عملي کړي، خو بیا هم له پوهنتونونو منع شوې دي.

دغو محصلینو خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلي، چې د اسلامي امارت دې پرېکړې سختې ځورولې او غوښتنه یې کړې چې د دوی پر مخ دې بېرته د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

دغو محصلینو ډاډ ورکړی چې دوی د اسلامي امارت هر ډول شرایط او محدودیتونه منلی شي، خو د زده‌کړو حق دې نه ترې اخیستل کېږي.

څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو سرپرست، ندا محمد ندیم په یوه مرکه کې وویل چې د څوارلسو میاشتو په تېرېدو سره په پوهنتونونو کې د دوی غوښتنې نه وې منل شوې او ځکه یې دا پرېکړه کړې ده.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پرېکړې په کور دننه او نړیوال غبرګونونه پارولي او ګڼو اسلامي هېوادونو د دې پرېکړې د ژر تر ژره بدلولو ټینګار کړی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان