ساعت ته مې ولېدل اوونیمې بجې وې،د عادت له مخې مې د تازه هوا تنفس کولو لپاره کړکۍ ته ځړېدلې پرده کش کړه، لمر تازه په تودېدو و،د ځمکې سطحه شپینی باران لمده کړې وه چې پکې د له لارې تېرېدونکو خلکو عکسونو ته یې انعکاس ورکاوه،د سړک دواړه خواوې د ملی بیرغ په درې […]
ساعت ته مې ولېدل اوونیمې بجې وې،د عادت له مخې مې د تازه هوا تنفس کولو لپاره کړکۍ ته ځړېدلې پرده کش کړه، لمر تازه په تودېدو و،د ځمکې سطحه شپینی باران لمده کړې وه چې پکې د له لارې تېرېدونکو خلکو عکسونو ته یې انعکاس ورکاوه،د سړک دواړه خواوې د ملی بیرغ په درې رنګه رنګونو رنګینې ښکارېدې، د سړک په پیاده رو ډلې ډلې نجونې روانې وې له توروجامو او سپین ټکری یې برېښده چې ښوونځی ته ځی،ورپسې د خصوصی پوهنتون یو موټر د راه بندۍ له امله ولاړ و،پکې څوتنه باحجابه نجونې وې مخکنی سیټ کې نجلۍ کتاب لوسته،دوهم سیټ کې د دوه تنو نجونو د لاس له اشارو پوهه شوم چې په خپلمنځی خبرو بوختې دی،د سړک دواړو خواوو ته سرتېرې چې شین رنګی دریشی یې پرتن و د مټ له پاسه یې د ملی بیرغ مثلث جوړو چې پرې خداى،هیواد،دنده لېکل شوی و شتون یې خلکو ته د امنیت ډاډ ورکاوه،ماڅودقیقې د ښکلی حس په پیدا کولو لپاره ددې ښکلې صحنې ننداره کوله چې ساعت ته مې پام شو ژر مې د خوب جامې بدلې کړی ځان مې د دندې لپاره آماده کړ د خوړو لپاره لاندې منزل ته ښکته شوم پلار مې په کتو اخبار کېښود راته یې کړل:
راځه په دې شین سهار کې درباندې زېرى وکم
ومې ویل نو راپیرزو یې کړه.
په خوشحالۍ یې وویل “ولسمشر د تازه فرمان له مخې ښځو ته په حکومت کې ۳۰سلنه ونډه ورکړې او وروسته لدې به په ولایتونو کې یوتن ښځینه د والی مرستیاله وی،ورځ تربلې به تاسو (ښځو)ته څنګه چې اړتیا ده په حکومت کې ډېره ونډه درکول شی.”
له زړه خوشحاله شوم
ما غوښتل څه ووایم خو دمور غږ له خوبه ویښه کړم د کړکۍ طرف ته لاړم لمر په آسمان کې د بدبختۍ تورې ورېځې پټ کړى و،د سړک یوې غاړې ته دوه تنه نجونې د یو سړی لمن نیولې وه،زارۍ یې ورته کولې،ممکن خیرات یې ترې غوښته،بل طرف ته یوې چادری کړې ښځې د بوټانورنګولو سامان مخ ته ایښی وو،دا ځل د سړک دواړو خواوو ته سپین بیرغونو رپېدل.هوډ مې وکړ چې باید دندې لپاره ځان آماده کړم خو پام مې شو چې له اتو میاشتو راهیسې مې دنده جبرا ځنډول شوې،لاندې ښکته شوم د مېز پرسر بې شمېره ورځپاڼې ایښې وې پکې د ښځینه و سینګارتونونو د تړلو حکم شوى و،ځینو کې سنګسارخبرونه و…
کشرى ورور مې راغى ویل یې نن د آزادۍ ١٠۴کلیزه ده کولاى شې دا بیرغ راته په تندی وتړې؟
پلار مې ورته وویل دا کار مکوه،ستا د تېر کال د بیرغ شهیدان نه دی په یاد،هغه ویډیو ګانې دې ټولې ولېدې چې د بېرغ پرسر څومره خلک ووهل شول،او ډزې پرې وشوې،ووژل شول؟
اوس نو مونږ نه هغه پخوانى حکومت لرو،نه د بیان آزادې،نه هغه منظم قضایی سیسټم چې له چا وپوښتم د ځوى د بندخونې ځاى راوښایی،ودې نه لېدل چې څوتنه خبریالان او فعالان یې غایب کړل تراوسه یې کورنۍ نه پوهېږی چې هغوى چیری دی…
پلار مې لا خبرې کولې چې ورورمې په خبرو کې ورلوېد ویې ویل:ښه نو پلاره! زه د خپلواکۍ ورځ ونه نمانځم؟
هغه ورځ چې غازی آمان الله خان مو له انګرېزانو آزادې واخیستله،او د پردیو څخه یې خپل وطن آزاد کړ؟
پلار مې ورڅخه وپوښتل:ته د خپلواکۍ په تعریف پوهېږې؟
ورورمې ورغبرګه کړه”هو! خپلواکی یعنی کله چې په بهرنیو او داخلی پرېکړو کې آزادی او په خپل هیواد حاکمیت ولرې.
-ښه نو مونږ خپلواک یو؟
ورور مې غلى شو په ارامه مې یې وویل “نه پلاره،کله چې حکمونه له ګاونډی هیواده راځی او دوى یې پرمونږ عملی کوی،واضح ده چې خپلواک نه یو،خو زه غواړم په دې وویاړم چې زمونږ غازی آمان الله زمونږ لپاره اخیستل شوې خپلواکی په دې هیله ونمانځم څو ځانته په یاد کړم چې افغانان تر ډېره وخته د چا غلام نشی پاتې کېداى،او نه هم ولس ناروا کړنې زغملاى شی.
بیایې پسې زیاته کړه،سمه ده زه به دا درې رنګه بیرغ په سر ونه تړم خو خپلواکۍ ورځ حتماً نمانځم څو دښمن مې پوه شی چې مونږ څوک و او یو .
بیا یې پلار ته دآزادۍ د ورځې مبارک ورکړه او لاړ.
زړه مې راتنګ شو غوښتل مې بهر لاړه شم خو په پښو کې مې د بې شماره بندیزونو ځنځیر پروت و..
اى کاش ولس مو یوځل بیا سره د ناروا کړنو په وړاندې متحد شی ،داسې یو رهبر پیدا شی چې هغه وطن ویجاړونکی او دین بدنامونکی د حبیب الله کلکانی په شان چې خادم دین لقب یې ګټلى و په دار کړی،یوه سولییز افغانستان جوړ کړی،زما او زما د همجنسو حقونه تأمین کړی، وطن مو یوار بیا د پردیو له لاسو وژغوری،هره برخه کې مثبت پرمختګ وکړی،وطن مې سیالانو سره سیال کړی،د ظلم ټغر ورټول کړی او یو بشپړ خپلواک اوپرمختللى افغانستا ن ولرو!!!